Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لوی درستیز: د پرځېدلو سیمو د بېرته نیولو لپاره به لاس په کار شو

د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې د زور اخیستو او همدارنګه د ولسوالیو د لاس په لاس کېدو په لړ کې، د ملي پوځ لوی درستیز ژمنه کوي چې د دفاعي ځواکونو له بسیج کېدو وروسته، د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره به اقدام وشي.

لوی درستیز ولي محمد احمدزی له طلوع نیوز سره په مرکه کې مني چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په منځ کې ځينې تشتې شته چې د ولسوالیو د له لاسه وتلو لامل شوی دی.
 
هغه په دې هکله وویل:«دښمن په ټول کې څو پړاويي پلان درلود؛ لومړی غوښتل یې سرحدونه ونیسي او د خپلو اکمالاتو لارې پرانیزي. او دویم، خپل بریدونه یې له ولسوالیو ښارونو ته تنظیم کړل چې دښمن تر یوه بریده دا طرحه عملي کړه.»

لوی درستیز وايي چې طالبان له امنیتي ځواکونو سره د یوه اقتصادي جګړې په هڅه کې دي:«هېڅ څيز ته یې درناوی نه درلود. هغه دښمن چې غواړي له موږ سره په یوې اقتصادي جګړه کې دخیل شي. هغه بندرونه چې خلکو ته ترې غنم راځي، غواړي چې دغه بندرونه بند کړي؛ خو هېڅ وخت دا کار نه شي کولای.»

له دې سره هم مهاله د میوند قول اردو قومندان سیمع سادات وايي چې پر ولسوالیو د برید کووونکو طالبانو په ډله کې د پاکستاني طالبانو د حضور خبره کوي او  وایي چې د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې هره ورځ  تر ۱۲۰ طالبان وژل کېږي:«که چېرې زر طالبان راشي، زر تنه وژل کېږي، که چېرې دوه زره راشي، دوه زره وژل کېږي.»
 
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني ګواښ کوي که چېرې د افغانستان وضعیت ته پاملرنه ونه شي، د جګړې لمنې به ګاونډیو هېوادونو ته هم خورې شي:«که چېرې ترهګري په افغانستان کې ماته نه شي، له شک پرته چې د دغې جګړې لمنې به ګاونډیو هېوادونو ته په ځانګړې توګه د افغانستان شمالي ګاونډیو ته ورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دوو وروستیو میاشتو کې، لږ تر لږه ۱۳۰ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه