Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې موټر بم چاودنې یو کس وواژه او ۲۱ تنه نور یې ټپيان کړل

د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې په کندهار ښار کې د یوه موټر بم چاودنې په پایله کې یو تن وژل شوی او ۲۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته دوه بجې د کندهار ښار د اوومې حوزې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

په خپرپاڼه کې د دغې چاودنې د نورو جزیاتو په هکله څه نه دي ویلي.

بلخوا ځايي چارواکو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

خو یوه امنیتي سرچنیه وايي چې دغه چاودنه د امنیتي ځواکونو یوې قطعې ته نږدې شوې ده.

بلخوا د طالبانو په ګډون تراوسه هېڅ ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې. 

دغه پېښه نن له غرمې وروسته دوه بجې د کندهار ښار د اوومې حوزې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

شریک یي کړئ