Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حمدالله محب: دولتي ځواکونه به بېرته د ولسوالیو مرکزونه ولکه کړي

د لسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ډاډ ورکوي چې دولتي ځواکونه به له طالبانو څخه د لسګونو ولسوالیو مرکزونه بېرته ونیسي.

ښاغی محب ټینګار کوي چې طالبانو د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره وښودله چې پر سولې باور نه لري او خلک د طالبانو د بریدونو په وړاندې د دولتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.
            
ښاغلي محب وویل:«د ولسوالیو ودانۍ، د ولسوالۍ او یا قومندانیو ودانۍ دي، ان شاالله موږ هغه بېرته نیسو، او خلک په دغې موضوع کې زښته ډېر ملاتړ دي او طبعاً تاسې ولیدل چې په ځینو ولایتونو کې ولسوالیو کې او » 

بلخوا له دې سره هم مهاله د طالبانو لاس ته د شپږو ولسوالیو د مرکزونو له لوېدو خبر ورکول کېږي.
 
ورته مهال د کندهار ښار په اومه حوزه کې هم د پولیس ځواکونو پر یوه مرکز نن له غرمي وروسته د موټر بم برید شوی دی.

په دې پېښه کې یو پوځي ووژل شول او د نهو ملکیانو په ګډون څلرویشت تنه نور ټپیان شول.
 
د پېښې شاهده ګل بشره وايي:«زه له طالب او حکومته سوله غواړو، په افغانستان کې باید امنیت راشي.»

د پېښې بل شاهد احسان الله هم څرګندوي:«له ماشومانو سره دلته ناست وو چې چاودنه وشوه.»

بل خوا سرچینې طلوع نیوز ته تاییدوي چې د هرات د غوریان او چشت ولسوالۍ، د بادغیس د مقر او آب کمري ولسوالۍ، د نیمروز د دلارام ولسوالۍ او د بدخشان د شغنان ولسوالۍ هغه ولسوالۍ دي چې مرکزونه یې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

خو ملي دفاع وزارت د طالبانو د څو بریدونو د شنډولو او د ۲۶۱ طالب جنګیالیو د وژلو خبر ورکوي، خو طالبان دا ادعا نه مني.

د ولسي جرګې غړي صادق قادري وویل:«ولې ولسوالۍ له دومره امکاناتو سره، پرسونل او تجهیزاتو سره د لسو او یا هم شلو مخالفینو په وړاندې سقوط کوي.»
            
خو د نورستان یو شمېر اوسېدونکو د دولتي ځواکونو په ملاتړ وسله اخیستې ده او د طالبانو پر وړاندې د جنګېدو خبره کوي.
    
د هېواد د شمال په سرحدي سیمو کې د طالبانو د نفوذ پراختیا ددې لامل شوې ده چې تاجیکستان د روسي پوځيانو په ملاتړ د دغه هېواد شل زره پوځيان له افغانستان سره د تاجیکستان د پولې په اوږدو کې ځای پرځای کړي.

له دې ټول سره سره د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په یوې خبري غونډه کې ډاډ ورکوي چې دولتي ځواکونه به د ولسي پاڅونوالو په ملاتړ له طالبانو نه د لسګونه ولسوالیو مرکزونه بېرته ونیسي.

Thumbnail

د لسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ډاډ ورکوي چې دولتي ځواکونه به له طالبانو څخه د لسګونو ولسوالیو مرکزونه بېرته ونیسي.

ښاغی محب ټینګار کوي چې طالبانو د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره وښودله چې پر سولې باور نه لري او خلک د طالبانو د بریدونو په وړاندې د دولتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.
            
ښاغلي محب وویل:«د ولسوالیو ودانۍ، د ولسوالۍ او یا قومندانیو ودانۍ دي، ان شاالله موږ هغه بېرته نیسو، او خلک په دغې موضوع کې زښته ډېر ملاتړ دي او طبعاً تاسې ولیدل چې په ځینو ولایتونو کې ولسوالیو کې او » 

بلخوا له دې سره هم مهاله د طالبانو لاس ته د شپږو ولسوالیو د مرکزونو له لوېدو خبر ورکول کېږي.
 
ورته مهال د کندهار ښار په اومه حوزه کې هم د پولیس ځواکونو پر یوه مرکز نن له غرمي وروسته د موټر بم برید شوی دی.

په دې پېښه کې یو پوځي ووژل شول او د نهو ملکیانو په ګډون څلرویشت تنه نور ټپیان شول.
 
د پېښې شاهده ګل بشره وايي:«زه له طالب او حکومته سوله غواړو، په افغانستان کې باید امنیت راشي.»

د پېښې بل شاهد احسان الله هم څرګندوي:«له ماشومانو سره دلته ناست وو چې چاودنه وشوه.»

بل خوا سرچینې طلوع نیوز ته تاییدوي چې د هرات د غوریان او چشت ولسوالۍ، د بادغیس د مقر او آب کمري ولسوالۍ، د نیمروز د دلارام ولسوالۍ او د بدخشان د شغنان ولسوالۍ هغه ولسوالۍ دي چې مرکزونه یې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

خو ملي دفاع وزارت د طالبانو د څو بریدونو د شنډولو او د ۲۶۱ طالب جنګیالیو د وژلو خبر ورکوي، خو طالبان دا ادعا نه مني.

د ولسي جرګې غړي صادق قادري وویل:«ولې ولسوالۍ له دومره امکاناتو سره، پرسونل او تجهیزاتو سره د لسو او یا هم شلو مخالفینو په وړاندې سقوط کوي.»
            
خو د نورستان یو شمېر اوسېدونکو د دولتي ځواکونو په ملاتړ وسله اخیستې ده او د طالبانو پر وړاندې د جنګېدو خبره کوي.
    
د هېواد د شمال په سرحدي سیمو کې د طالبانو د نفوذ پراختیا ددې لامل شوې ده چې تاجیکستان د روسي پوځيانو په ملاتړ د دغه هېواد شل زره پوځيان له افغانستان سره د تاجیکستان د پولې په اوږدو کې ځای پرځای کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه