Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو یو پلاوی له دوحې تهران ته تللی

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم نن چهارشنبه ویلي، چې د ایران د حکومت په رسمي بلنه، د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ، د طالبانو یو پلاوی له دوحې تهران ته رسېدلی دی.

د محمد نعیم په وینا د دوی پلاوی به، ایراني چارواکو سره پر افغان سوله دوه اړخېزې خبرې کوي.

ښاغلي نعیم دا هم ویلي چې تهران ته تللی د دوی پلاوی به، نن ځینو افغان سیاستوالو سره هم وګوري.

په دغو سیاستوالو کې د پخواني ولسمشر حامدکرزي د مرستیال محمد یونس قانوني، د پخواني ولسمشر د دفتر رییس کریم خرم، ښاغلي کرزي ته د نږدې کس ارشاد احمدي، د ولسمشر غي د سلاکار عبدالسلام رحیمي، د وحدت ګوند د غړي ظاهر وحدت او د جنبش ګوند د غړي محمدالله بتاش نومونه راغلي دي.

بل خوا افغانستان لپاره د قطر ځانګړی استازی مطلق القحطاني کابل ته راغلی او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ځینو سیاستوالو سره یې کتلي چې د افغان سولې بهیر څرنګه چټک شي؟
تمه ده چې القحطاني به له افغان حکومتي چارواکو سره هم وګوري.

شریک یي کړئ