Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرزی: افغان ځواکونه د هېواد ساتنې ته 'ښه چمتو' دي

پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون د سه شنبې په ورځ ویلي داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپل هېواد ساتنې ته تیار دي.

خو ښاغلي کرزي ټینګار کړی چې افغانان باید د بهرنیو مداخلې سره مبارزه وکړي.

پخواني ولسمشر له بي بي سي سره مرکه کې ویلي چې افغان ځواکونه داسې تیاری لري چې په یوازې ځان د هېواد ساتنې مسوولیت واخلي.

ښاغلي کرزي زیاته کړې:” د افغانستان د دولت کمزوري کولو لپاره د سیمې مداخلې دوام لري او دا هغه څه دي چې موږ د افغانستان خلک باید له دې پړاو تېر شو.”

ښاغلي کرزي ویلي، چې په “ځینو برخو کې امریکا او ملګرو یې، کلونه د افغانستان بیارغاوونه کې ښه عمل کړی خو بیا یې بل څه ته مخه کړه. زموږ پر خلکو یې بمبارۍ وکړې او ویې ځورول. زموږ هېواد کې یې زندان جوړ کړ.”

شریک یي کړئ