Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سینټکام: له افغانستانه ۹۰ سلنه امریکایي ځواکونه وتلي دي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سینټګام پرون د سې‌شنبې په ورځ ویلي، چې امریکا له افغانستانه ۹۰ سلنه ځواکونه ایستلي دي.

دا تر هغې وروسته چې امریکایي او  نور بهرني ځواکونه، د تېرې جمعې په ورځ په افغانستان کې د دوی د تر ټولو لویې اډې (بګرام) نه ووتل. بهرني ځواکونه دغلته شاوخوا ۲۰ کاله مېشت ول.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ رپوټ کې راغلي:«د جولای تر پینځمې نېټې، دومره تجهیزات له افغانستانه وتلي چې ۹۸۴، سي ‍۱۷ الوتکو کې وړل کېدای شي – همدا شان ۱۷،۰۷۴ عدده وسایل د دفاع لوجستیک برخې ته سپارل شوي دي.»

د امریکا مرکزي قوماندانۍ دا نه‌دي ویلي، چې اوسمهال یې څومره سرتېري په افغانستان کې پاتې دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن تېر اپریل کې اعلان وکړ، چې د راروان سپټمبر تر ۱۱ مې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي، چې ورپسې ناټو هم وویل، چې دوی هم، تر همدغې نېټې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.

تېره اوونۍ امریکایي ځواکونه په افغانستان د خپلې تر ټولو لویې اډې (بګرام) نه ووتل.

شریک یي کړئ