Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د پلاویو لیده کاته

په داسې حال کې چې دولتي ځواکونه او طالبان په هېواد کې پر سختې جګړې بوخت دي، د دواړو لوریو پلاویو نن چهارشنبې په تهران کې سره ولیدل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي چې د دواړو لوریو، په تهران کې د هېوا د اوسني وضعیت او ستونزو د حل لارې په هکله سره خبرې اترې کړې دي.

نننۍ غونډه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له وینا سره پیل شوه:«ویاړ لرم چې د جهاد په وخت کې، زموږ محترم افغان وروڼو او خونیدو د بهرنیو د ښکېلاک ګرو په وړاندې ترڅنګ وو.»

محمد یونس قانوني،د ولسمشر سلاکار سلام رحيمي، حامد کرزي ته دوه نژدې کسان کریم خرم او ارشاد احمدي، د وحدت ګوند غړی ظاهر وحدت او د جنبش ګوند غړی محمدالله بتاش د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي  په ترکیب کې له کابل نه تهران ته تللي دي.

د طالبانو د پلاوي مشري په دوحه کې د دې ډلې د سیاسي دفتر د مرستیال عباس ستانکزی پرغاړه لري.
 
بلخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا دا غونډه د سولې لپاره یو کوچنی ګام ګڼي او تمه لري چې دغه غونډه طالبان دې ته وهڅوي چې بېرته د مذاکراتو مېز ته کیني.

د ملي روغې جوړې د  عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي وايي:«هغه پلاوی چې تهران ته تللی دی، دا په دې برخه کې یو کوچنی ګام دی او اوس به موږ ووینو چې له دې څه پایله ترلاسه کولای شو.» 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند هم څرګندوي:«دا هم د سیمه ییزې اجماع او د سیاستوالو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیل لپاره د هڅو یوه برخه ده چې ټاکل شوې ده په راتلوونکي کې په دوحه کې جوړه شي.»

ښاغلی سعادتي همدارنګه وایي چې ټاکل شوې ده په دوحه کې د دواړو لوري پلاوي ډېر ژر پر جدي بحثونو مذاکرات پېل کړي:«په دې وخت کې ټاکل شوې ده چې دواړه لوري په جدي موضوعګانو بحث وکړي؛ خو دغو بحثونو تراوسه یو روښانه او هیله بښوونکی لوری نه دی موندلی.»

په دوحه کې د مذاکراتو له بندون وروسته، د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی مطلق بن ماجد القحطاني کابل ته راغلی دی.

هغه له ځینو سیاستوالو سره تر لیدو وروسته نن له غرمې وروسته له ولسمشر غني سره په ارګ کې ولیدل. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په دغې لیدنه کې د افغانستان د سولې او د قطر او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبرې اترې وشوې.

ښاغلي القحطاني له دې مخکې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر او د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره په جلاجلا کتنو کې له طالبانو سره د سولې د بهیر په هکله خبرې کړې دي.

د دغو لیدو اصلي چورلیز، له طالبانو سره د افغان سولې بهیر په هکله بحث و.

د ښاغلي کرزي سلاکار شهزاده مسعود په دې هکله وویل:«په ټول کې قطر غواړي چې د سولې مذاکرات چټکتیا پیدا کړي.»

بل خوا پخواني ولسمشر حامدکرزي نن د افغانستان د روان وضعیت په هکله له ولسمشر غني سره خبرې کړي دي.

تهران نن د طالبانو او د  افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوو ترمنځ د یوې غونډې کوربه و.

شریک یي کړئ