Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

برېټانیا: د بهرنیو ځواکونو وتلو سره د کورنۍ‌جګړې احتمال شته

د امریکا د پوځ لوی‌درستیز خبرداری ورکړی، چې له افغانستانه د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو وتلو سره، کېدای شي افغانستان د کورنۍ جګړې پر لوري شي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، د برېټانیا د پوځ لوی‌درستیز نیک‌کارټر ویلي "کېدای شي" د نړۍوالو ځواکونو نه موجودیت کې، د افغانستان دولت سقوط شي.

د رویټرز د رپوټ په حوال کارټر ویلي:«کېدای شي افغانستان د ۱۹۹۰ لسیزې په څېر کورنۍ جګړې سره مخامخ شي. چې بیا به تاسې هلته د جنګسالارۍ شاهدان یاست. بیا به تاسې وګورئ چې د امنیتي بنسټونو په څېر مهم بنسټونه به، د قومي او قبیلوي مسایلو له کبله ګډوډ شي.»

کارټر دا هم ویلي:«که دغسې وشي، زه ګومان کوم چې طالبان به د افغانستان ځينې سیمې لاندې کړي. خو له شک پرته طالبان نه‌شي کولی ټول هېواد کنټرول کې راولي.»

په ورته وخت کې د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي، چې په ۲۰۱۴ کال کې د جنګي ماموریت له ختمېدو راوروسته، شاوخوا ۷۵۰ برېټانیوي سرتېري د ناټو په اډانه کې افغانستان کې، د افغان ځواکونو روزنې او مرستې لپاره دي.

جانسون ویلي، چې ځواکونه به یې له افغانستانه خپلو کورونو ته راستانه شي او اوسمهال، زیات یې له افغانستانه بهر دي.

د برېټانیا لومړي وزیر ویلي، د افغانستان د جګړې حل لپاره نظامي لار نه‌شته او دایمي سوله، سیاسي جوړجاړي سره ټینګېدای شي.

د برېټانیا د پوځ لوی‌درستیز نیک‌کارټر ویلي "کېدای شي" د نړۍوالو ځواکونو نه موجودیت کې، د افغانستان دولت سقوط شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه