Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان وایي پر ښارونه به "بریدونه نه‌کوي"

نن (جمعه د چنګاښ په ۱۸مه) د طالبانو یوه پلاوي په روسیه کې یوې خبري غونډي ته ویلي، چې پر ښارونو بریدونه نه‌کوي. خو دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو درې ورځې وړاندې د بادغېس پر مرکز قلعه‌نو ښار برید وکړ او سرچینې وایي، چې نن یې کندهار ښار کې پر اوومې حوزې برید کړی دی او دوه پوستې یې نیولې دي.

کندهار کې سرچینې وایي، د سیمې ځینو خلکو خپلې مېنې پرېښې دي.

د طالبانو د مذاکراتي ډلې یوه غړي شهاب‌الدین دلاور د دغې ډلې دوو نورو غړو سره نن مسکو کې وویل، چې دوی پر ښارونو بریدونه نه کوي، چې د" وینې تویېدو مخنیوی وشي."

دلاور وایي، پر نورو سیمو د دوی د بریدونو لامل دادی، چې د دوی نور بندیان له زندانه ازاد شوي نه‌دي او د مشرانو نومونه یې د ملګرو ملتونو تور لېسټ نه لېرې کړای شوي نه‌دي.

دلاور وایي، دوی له نورو افغانانو سره په خبرو دي، چې یو "نوی اسلامي، افغان‌شموله او متحد نظام جوړ شي."

د شهاب‌الدین دلاور په وینا، ۸۵ سلنه خاوره د دوی په کنټرول کې ده او په ټوله کې ۲۵۰ ولسوالۍ یې لاندې کړې دي، چې له منځه یې ۱۷۰ په تېرو دوو میاشتو کې ولکې ته ورغلې دي.

افغان حکومت د طالبانو دې ادعا ته تراوسه غبرګون نه‌دی ښودلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه