Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د "ولسي مقاومت" جبهې جوړېدل

 هرات کې د ځینو ولسوالیو تر سقوط او هرات ښار ته د طالبانو نږدې کېدو نه وروسته، پخوانی جهادی مشر محمداسماعیل خان، له خپلو سلګونه وسله‌والو سره، طالبانو سره جګړې ته چمتو شوی دی.

اسماعیل خان وايي، د طالبانو خلاف یې د مقاومت جبهه جوړه کړې ده.

محمداسماعیل خان وایي، د هېواد لوېدیځ او په ځانګړې توګه هرات کې، ګڼ کسان د ولسي مقاومت اډانه کې، د طالبانو خلاف جګړې ته چمتو شوي او د جګړې ډګرونو ته تللي هم دي.

اسماعیل خان زیاته کړې:«جبهې تنظمیوو. او هرات ښار د هغو کسانو له تېري ژغورو، چې د لوټلو امر ورته شوی دی. د هرات د لوټلو خوب پرې حراموو او اجازه نه ورکوو، چې زموږ د خلکو عزت ته لاس را اوږد کړي.»

اسماعیل خان وایي، د هرات ښار شاوخوا کې د امنیت تر ټینګښت وروسته، د هرات او نورو ولایتونو د ولسوالیو د امنیتي ګواښونو لېرې کولو لپاره لاس په کارېږي.

اسماعیل خان ویلي:«ډېر ژر به تاسې د هرات ښار او ولسوالیو بېلابېلو سیمو کې د ولسي مقاومت شاهدان اوسئ او موږ غواړو چې تر هرات وروسته، د لوېدیځ زون نورو سیمو ته هم لاړ شو.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې، طالبانو د هرات ۸ ولسوالۍ، د اسلام‌کلا ګمرک او د تورغونډۍ بندر لاندې کړي دي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي فېروزاحمد عزیزي ویلي:«کله هم طالبانو ته اجازه نه ورکوو، چې هرات ښار ته ننوځي. خلکو سره وعده کوو، چې هرات ښار ته د طالبانو د ننوتلو مخنیوی کوو.»

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي عبداللطیف ویلي:«هر شان چلن چې طالبان وکړي، خلک به ورسره تر هغې بد چلن وکړي. که یې وسله پورته کړه، موږ هم وسله پورته کوو. که یې د ملګرتیا لاس راکړ – موږ هم د ملګرتیا لاس ورکوو.»

د هرات سیمه‌ییز چارواکي د دې پخلی کوي، چې د دې ولایت د ۱۹ ولسوالیو له منځه، یوازې انجیل او ګذره ولسوالۍ چې هرات ښار ته نږدې پرتې دي، د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي او په وینا یې اکثره ولسوالۍ پرته له جګړې طالبانو لاندې کړې دي.

شریک یي کړئ