Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل او کندهار کې ۴ تنه ملکیان ووژل شول

د کابل پولیس او کندهار کې امنیتي سرچینې وايي، چې نن سهار دوو چاودنو کې څلور تنه ملکي کسان وژل شوي.

د کابل پولیس وايي د ښار اتمې ناحیې اړوند د کارته نو سیمه کې، د معلوماتو د لارښوونې یوه دفتر کې چاودنې دوه تنه ملکي کسان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

پولیس وايي د پېښې د څرنګوالي څېړنه پیل شوې ده.

په همدې حال کې امنیتي سرچینې وايي، نن سهار د کندهار دامان ولسوالۍ کې ماین چاودنې دوه تنه ملکي کسان وژلي، دوه پولیس او یو ملکي کس یې ټپیان کړي دي.

سرچېنې وايي په ماین د دامان د ولسوال پېرمحمد موټر په نښه شوی خو ولسوال روغ دی.

د سرچینو په وینا، ټپیانو کې یوه ښځه ده.

د دواړو چاودنو مسوولیت لا چا نه دی منلی.

کابل او کندهار کې ۴ تنه ملکیان ووژل شول

د کابل پولیس وايي د ښار اتمې ناحیې اړوند د معلوماتو د لارښوونې یوه دفتر کې چاودنې دوه تنه ملکي کسان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

Thumbnail

د کابل پولیس او کندهار کې امنیتي سرچینې وايي، چې نن سهار دوو چاودنو کې څلور تنه ملکي کسان وژل شوي.

د کابل پولیس وايي د ښار اتمې ناحیې اړوند د کارته نو سیمه کې، د معلوماتو د لارښوونې یوه دفتر کې چاودنې دوه تنه ملکي کسان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

پولیس وايي د پېښې د څرنګوالي څېړنه پیل شوې ده.

په همدې حال کې امنیتي سرچینې وايي، نن سهار د کندهار دامان ولسوالۍ کې ماین چاودنې دوه تنه ملکي کسان وژلي، دوه پولیس او یو ملکي کس یې ټپیان کړي دي.

سرچېنې وايي په ماین د دامان د ولسوال پېرمحمد موټر په نښه شوی خو ولسوال روغ دی.

د سرچینو په وینا، ټپیانو کې یوه ښځه ده.

د دواړو چاودنو مسوولیت لا چا نه دی منلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه