Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د علي اباد او یفتل ولسوالۍ له طالبانو څخه بېرته ونیول شوې

ملي دفاع وزارت نن له غرمې وروسته اعلان وکړ چې دولتي ځواکونو د کندوز ولایت علي اباد او د بدخشان ولایت یفتل پایین ولسوالۍ بېرته ونیولې.

دا دوه ولسوالۍ په دې وروستیو کې د طالبانو لاس ته ورغلې وې.

محمد هیکل د علي اباد ولسوال وايي:«موږ اوس هم په قوي مورال چمتو یوو هغه نورې سیمې چې پاتې دي هم تر خپل کنټرول لاندې راولو.»

بل خوا ځايي سرچینې د پروان شیخ علي او سرخ پارسا، د لغمان د علیشنګ او د کندهار شورابک هغه ولسوالۍ یادوي چې په تېرو څلرویښتو ساعتونو کې یې مرکزونه د طالبانو لاسته لوېدلې دي.

د پروان د ولایتي شورا غړی عبدالمتین قدوسي وویل:«پرې فشار ډېر و او اړ شول چې له مخالفینو سره یوځای شي او ولسوالۍ تسلیم کړي.»

د طالبانو لاسته د غزني د څو ولسوالیو د مرکزونو له لوېدو وروسته رارسیدلی خبروایي چې د غزني ښار د لومړۍ، پنځمې او شپږمې حوزې په ځينو سیمو کې جګړه روانه ده. د غزني اوسېدونکي د دغه ولایت تر مرکز پورې د جګړې رارسېدل د اندېښنې وړ ګڼي.
           
د غزني اوسېدونکی امیرمحمد وویل:«د خلکو لپاره یې ډېرې اندېښنې راولاړې کړې دي او کار او بار ښه نه دی لوږه یې رامنځته کړې ده.»

د غزني اوسېدونکی علي هم وايي:«هیله لرم چې مرکزي دولت عزني ته پاملرنه وکړي او ځواکونه ډېر کړي.» 

خو دولتي ځواکونه ډاډ ورکوي چې غزني ښار ته د طالبانو د راتګ مخه نیسي.
         
د پولیسو د ځانګړو ځواکونو افسر سمیع مایار څرګندوي:«له خپل هېواده دفاع وکړئ. داسې دفاع وکړئ چې بشپړ چمتووالی ولرئ او تل مقاومت وکړئ.»

د غزني امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد وايي:«د دښمن په وړاندې جنګېږو او اجازه نه ورکوو چې دښمن د غزني او په ټول کې د افغانستان پر خلکو ظلم وکړي.»   

بل خوا ولسمشر غني چې نن د خوست ولایت د هوايي ډګر د پرانستې لپاره دغه ولایت ته تللی و، وویل:«د دوزح د دروازې تر شا ولاړ یاست که نه؟ دا چې هره ورځ ۲۰۰، ۴۰۰ تر ۶۰۰ افغانان وژل کېږي، د دې ګټه چا ته رسېږي.»

ملي دفاع وزارت وایي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې تر ی۱۹۰ زیات طالبان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي خو طالبان د دې ډلې جنګیالو ته د مرګ ژوبلې اوښتل ردوي.

ملي دفاع وزارت وایي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې تر ی۱۹۰ زیات طالبان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ