د هېواد په شمال کې ولسي پاڅونوال د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره د پوځي تجهیزاتو له کمښته شکایت کوي.
دوی زیاتوي، سره له دې چې، په ځلونو یې له لوړ پوړو حکومتي مسوولینو غوښتي چې، ولسي پاڅونوالو ته وسلې او نور پوځي تجهیزات ورورسوي؛ خو لا تر اوسه دغو ځواکونو ته څه نه دي رسېدلي.
له دې سره سم، د امنیتي او دفاعي بنسټونو ویاند وايي، هغو کسانو ته چې، نظامي زده کړې یې نه وي کړي او د حکومت په اډانه کې شامل نه وي، وسلې او نور مهمات به ورنه کړ شي.
په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست د پخواني مرستیال مارشال دوستم لسګونه تنه وسله وال په شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې جنګېږي، د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال چې مارشال دوستم ته نژدې کس دی وایي چې حکومت د ولسي پاڅونوالو د پوځي او مالي ملاتړ په برخو کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
د اسلامي جنبش مشرتابه غړی عنایت الله بابرفرهمند وايي:«موږ په ځلونو مراجعه کړې ده، لومړۍ درجه امنیتي چارواکونه د دفاع وزیر صېب په ګډون، د ملي امنیت شورا، د ملي امنیت شورا رییس، د کورنیو چارو وزیر د ملي روغې جوړې عالي شورا له ادرسه د استازو له ادرسه، له بده مرغه ولسي پاڅون والو د مهماتو اکمالاتو او تجهیزاتو له پلوه سمه پاملرنه نه کېږي.»
د عطا محمد نور په مشرۍ د جمعیت ګوند د رسنیو سلاکار مرتضی جلالي زیاتوي:«که چېرې له دغو ځواکونو سره ډېره مرسته وشيښه پایله ورکوي او دښمن نه شي بریالی کېدای.»
په هېواد کې له لسګونو ولسوالیو نه د دولتي ځواکونو له وتلو وروسته چې ډیری یې په شمال کې دي، سلګونه تنو د دولتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د طالبانو پر وړاندې وسله اخېستې ده.
د پوځي چارو شنوونکی میرزا محمد یارمند وايي:«موږ امنیتي، پولیسو او دفاع لرو د دوی په مدیرت کې ځينې ستونزې لرم، د هغو خلکو په مدیریت کې چې له خپل کوره راوځي او وايي چې زه جګړه کوم دا څه ډول مدیریت کړو.»
بل خوا د امنیتي او دفاعي ادارو ویاند اجمل عمر شینوارۍ، په داسې حال کې چې د خبریالانو د پوښتنو په بابیزه ګڼلو سره دومره وویل چې ولسي پاڅونوالو ته تجهیزات نه دي لېږل شوي:«وسله او تجهیزات له پوځي ښوونې او روزنې پرته د چا په واک کې نه ورکول کېږي.»
له هغې وروسته دولتي ځواکونه له لسګونو ولسوالیو په ځانګړې توګه د هېواد په شمال کې، ووتل په سلګونه تنو د امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسله واخیسته او د طالبانو په وړاندې یې د جګړې اعلان وکړ.
د رپوټونو له مخې ولسي پاڅونوالو تر اوسه د طالبانو پر وړاندې د لویه لاسته راوړنې خبر نه دی ورکړی او په پراخه توګه د خلکو د وسله وال کولو په تړاو اندېښنې هم شته.