وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سره د مرکې بشپړ متن

په تېرو دوه میاشتو کې د ۱۲۹ ولسوالیو مرکزونه د طالبانو په ولکه کې ورغلي. له‌دې جملې حکومت په دې وروستیو کې ۱۵ ولسوالۍ بیرته نیولي دي. طالبانو دا لویه فتحه بللې خو امریکا وایي په دې سره د سولې په رابطه د طالبانو نیت له پوښتنې سره مخامخ شوی دی.

طالبان څه غواړي یوې سیاسي موافقې ته رسیدل یا ( د مقابل لوري ) تسلیمي او د زور له لارې واک ته رسیدل؟ روانه جګړه د څه لپاره ده او څه وړ توجه کیدلی شي؟ ایا د سولې لپاره هیله شته؟ د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره د طلوع‌نیوز په مرکه کې پر همدې مسایلو بحث لرو؟ 

طلوع نیوز: مجاهد صیب سلام ، مرکې ته ښه راغلاست!

مجاهد: علیکم سلام. زه هم تاسو او ستاسو ټولو اوریدونکو، لوستونکو او لیدونکو ته سلام وړاندې کوم.  سلامت اوسئ. مننه چې وخت مو راکړ.

طلوع نیوز: په دوه میاشتو کې مو د ۱۱۴ ولسوالیو مرکزونه ونیول. پنټاګان وایي ( دا کار ) د سولې په رابطه ستاسو نیت له پوښتې سره مخامخ کوي. ستاسو ځواب څه دی؟

مجاهد: بسم الله الرحمن الرحیم ..... باید ووایم چې په تېرو دوه میاشتو کې ۱۲۵ ولسوالۍ لاندې شوي او تر اوسه زموږ په ولکه کې دي. دا بهیر او پرمختګ د زور او جګړې له لارې نه و، بلکه تاسو هم پوهیږئ چې تر ډيره د کابل د ادارې سرتیرو له جګړې لاس اخیستی او له موږ سره یو ځای شوي او یو بل ته نږدې شوی یوو. کولی شو ووایو چې په تیره یوه – یوه نیمه میاشت کې هم موږ او هم د کابل د ادارې عسکرو ډیر لږ تلفات درلودل. دا ځکه چې جګړې ته اړتیا پیښه نه‌شوه. اکثره ساحې پخپله تصفیه شوې او له موږ سره یوځای شوې. د دې معنی دا نه‌ده چې زموږ نیت دې له پوښتنې سره مخامخ شي. تاسو پوهیږئ چې موږ د سیاسي بهیر ( د هڅولو ) لپاره له ۱۶ میاشتو راهیسې عملیات راکم کړي ول، ان ۲۵٪ ته راکښته شوي ول. یعنې ۷۵ ٪ کموالی پکې راغلی وو. خو د خبرو بهیر ډير ورو پر مخ روان وو او اوس هم ډیر سوکه دی. له همدې کبله مو نور نشوای کولای مقابل لوري ته منتظر پاتې شو

طلوع نیوز: خو خلک پوهیږي څه چې تاسو وویل، عمومي نه ول بلکه تاسو ډیرې ولسوالۍ په جګړه کې لاندې کړي. تر تېرو څو ورځو د ځینو ښارونو مرکزونه محاصره ول چې پلخمري او غزني یې بېلګې دي. ستاسو همدغه کار چې غبرګون یې پارولی او تاسو هم پرې پوهیږئ او تاسو اوه ورځې وړاندې پخپله یوه اعلامیه کې هم دا لویه فتحه او بری وباله. خلک پوښتي چې د دې معنی څه کیدی شي، ایا تاسو پر نظامي بري فکر کوئ، تسلیمي غواړئ، څه روان دي؟

مجاهد: غواړم پر دې ټکي د سم قضاوت لپاره لږ په تفصیل وغږېږم.

اول: د کوچني اختر پر څلورمه د اوربند له ختمېدو سره سم د کابل ادارې دوه قول‌اردو ګانو د اعلامیو له لارې په خپلو ساحو کې زموږ خلاف د پراخو عملیاتو د پیل خبر ورکړ. دا یوه په هلمند کې ۲۱۵ میوند قول اردو وه او بله په پکتیا کې د تندر ۱۰۳ قول اردو وه. دا خبر د ټولو رسنیو سرخط هم جوړ شو چې تاسو یې هم لټه کولای شئ. یعنې د اوربند په څلورمه د طالبانو خلاف پراخ نظامي عملیات پیل شول. کله چې زموږ خلاف جګړه وي او کله چې زموږ خلاف زور کارېږي نو موږ مجبور یوو چې د خپل ځان او خپلې سیمې دفاع وکړو.

دویم: تاسو د دې هم شاهد یاست چې د کابل د ادارې دوه امنیتي مسوولینو یعنې د کورنیو چارو د وزارت او ملي امنیت مسوولینو د کابل ادارې سنا یا مشرانو جرګې ته کلني رپوټ ورکاوه چې په یوه برخه کې یې وویل شول چې دوی د طالبانو خلاف عملیاتو کې ۵۰٪ زیاتوالی راوستی دی. دا په داسې حال کې ده موږ خپل عملیات ۷ ٪ زیات کړي دي. اوس تاسو ۵۰٪ له ۷٪ سره مقایسه کړئ.

درېیم: د کابل د ادارې مشر، اشرف غني په یوه مجلس کې کومانډو سرتېرو ته وایي چې تاسو په یوه شواروز کې د دوښمن یعنې زموږ خلاف ۵۰ عملیات تر سره کوئ.  ښه نو کله چې زموږ خلاف په یوه شواروز کې ۵۰ عملیات کېږي او د تېر کال پرتله هم زموږ خلاف په عملیاتو کې ۵۰ ٪ زیاتوالی راشي او د دې په ځای چې د اختر په  څلورمه د اورنبد په ختمیدو پسې، د اوربند د غځیدو ، یا د هغه پر بدیل او  یا هم په سیاسي بهر کې د پرمختګ پر کوم پلان د فکر پر ځای د پراخو عملیاتو اعلان کېږي نو موږ ولې لاس تر زنې کېنو او حالاتو ته منتظر پاتې شو.؟

طلوع‌نیوز: خو کومې ساحې چې تاسو تازه نیولي، دا د حکومت په ولکه کې وې. یعنې حکومت وایي دوی پر طالبانو د بریدونو او له هغوی نه د سیمو د نیولو لپاره نه‌دي ورغلي بلکه طالبانو دا کار کړی دی؟

مجاهد: دا خو د دولت کمزورتیا ده. یعنې خبره دا نه‌ده چې هغوی شریف خلک دي او دا کار نه کوي. که زور یې ورسېږي نو زموږ په محوه کولو هم صرفه نه‌کوي. هغوی زموږ د وینې تږي دي. دا چې وس یې نشته او دا چې خبره یې شته خو عمل یې نشته، دا بېله خبره ده. خو موږ د دې لپاره چې دولت غوښتل عملیات پیل کړي او باید له ځان نه دفاع وکړو، خپل خوځښتونه پیل کړل او د دوښمن مخه مو ونیوله. دا مهال د دوښمن ځواکونه روحیه بایلي او تر همدا ننه له هر ځایه موږ ته د تسلیمېدو احوال راکوي. همدا اوس چې زه له تاسو سره خبره کوم ، پخپله له ما سره له څلورو ولایتونو ډېرو مهمو پوځيانو اړیکه نیولې او پوښتي چې څه وړ تسلیم شي. موږ نشو کولای دوی همداسې پرېږدو. دا ځکه چې دوی له جګړي وځي، د جګړې لمن ټولیږي او نا امني ختمېږي، نو غوره دا ده دغه ځایونه تصفیه شي.

دویم دا چې که تاسو محاسبه وکړئ نو په تېره میاشت کې د ملکي تلفاتو اندازه تر ټولو ټيټه وه. معنی دا چې ډېرې پراخې سیمې د دوښمن له ولکې فارغې شوې او خلکو امنیت احساس کړ.

طلوع‌نیوز: خو دونیا تاسو ته د انتقاد ګوته نیولې. د امریکا د سفارت سرپرست درې ساعته وړاندې په خپل ټویټ کې تاسو ته په خطاب کې وایي چې تاوتریخوالی بند کړئ او د خبرو میز ته راوګرځئ. د ښاغلي ویلسن ټينګار دا دی چې نړۍ به په افغانستان کې د زور له لارې تحمیليدونکی حکومت و نه‌مني. بیا هم مهمه پوښتنه، ایا د سیاسي حل لارې په فکر کې یاست که د سولې اوسیاسي توافق په فکر کې؟

مجاهد: امریکا پخپله د زور له لارې راغلې او دا اوسنی رژیم یې هم د زور له لارې تحمیل کړی دی. تاسو پوهیږئ چې دوی ۲۰ کاله وړاندې د بي ۵۲ او نورو الوتکو په بدرګه راغلل او ځينې یې لا تر اوسه پاتې دي. ۲۰ کاله کېږي چې دغه حالت یې د افغانستان پر خلکو راوستې او بډوډي پر لغتو وهي. که دوی زور کاروي نو موږ ولې په خپل هېواد کې خپل زور ونه کاروو. دویم، دا چې موږ ۱۶ میاشتې وړاندې له امریکایانو سره په دوحه کې یوه موافقه وکړه. په دغې موافقې کې څلور مهم ټکي راغلي چې په رسنیو کې هم خپاره شوي دي. اول ټکې یې دا دې د امریکا او د هغې د متحدینو یعنې ناتو ټول ځواکونه باید د مۍ د میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستان نه ووځي. دویم د افغانستان له خاورې به امریکا او د هغې متحدینو ته ګواښ نه پېښېږي. درېیم د بین‌‌الافغاني مذاکراتو پیل او څلورم دا چې په  بین‌الافغاني مذاکرتو کې به پر اوربند خبرې کېږي. د مۍ میاشت تېره شوه خو امریکایان ونه وتل، دا یوه سرغړوونه وه. د افغانستان له خاورې پر امریکا او د هغې پر متحدینو هیڅ برید نه‌دی شوی چې دا دغه توافق ته زموږ د ژمنتیا نښه ده. ویل شوي وو چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیله درې میاشتې وروسته به پر طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه او د جایزې لست ختمیږي او ټول بندیان به خوشې کېږي. مذاکرات پیل شول خو دا کارونه تر اوسه نه‌دي شوي. ښه نو کله چې امریکا خپلې ژمنې نه عملي کوي او یا یې نشي عملي کولای نو موږ یې پر عملي کولو څه مجبوره یوو.

طلوع‌نیوز: خو مجاهد صیب تاسو پوهیږئ چې په غټ شمېر کې بهرني ځواکونه له افغانستان نه وتلي. د سنټ کام قوماندان څو ورځې مخکې وویل چې ۵۰ ٪ ځواکونه وتلي او د سپتمبر تر ۱۱ مې به ټول امریکایي سرتیري ووځي. تاسو هم د تړون له مخې له خپل لورې ځینې ژمنې کړي چې تاسو یې مخکې پخپله یادوونه وکړه. په دې کې یو مهم ټکی له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کېدو خبره وه. ایا تاسو دغه ژمنه عملي کړې ده؟

مجاهد: موږ له شک پرته ژمن وو. خو اول ولې خبره د سپټمبر تر ۱۱ مې وغځېده؟ موږ پر دې ۱۸ میاشتې خبرې کړې وې او تواق دا وو چې دغه ځواکونه باید په ۱۴ میاشتو کې ووځي. ولې ۵۰٪ ؟ اوس باید یو امریکایي عسکر هم په افغانستان کې نه وای.

طلوع نیوز: خو تاسو پوهیږئ چې د امریکایي عسکرو حضور به ډير ژر صفر شي؟

مجاهد: پرون هم موږ، زموږ پر کسانو او ملکي وګړو د امریکا د بمبارۍ شاهدان وو او دا یې هم ویلي چې دوی بیا هم بمبارۍ کوي چې دا د موافقې خلاف کار دی.

طلوع‌نیوز: مجاهد صیب که څو مهمو ټکو ته د اشارې اجازه راکړئ؛

د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په شلمه نېټه د القاعده شبکې دویمه درجه مهم مشر ابومحسن المصري د غزني په اندړو کې یعنې ستاسو تر حاکمیت لاندې سیمه کې ووژل شو. د ملګرو ملتونو سازمان د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۳۱ مه  وویل چې د القاعده جنګیالي د طالبانو په لیکو کې شته او دا یې د دوحې له تړون نه سرغړوونه وبلله. د ۲۰۲۰ کال د نوومبر په لسمه د هند په نیمه وچه کې د القاعده پر مرستیال محمد حنیف چې په عبدالله مشهور وو، د فراه په بکوا کې ستاسو کسانو ته د بم جوړولو د چل د ښودو پر مهال ، بم وچاودید او مړ شو. تاسو د هغو ۵۰۰۰ بندیانو په لست کې د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده د مخکیني مشر عاصم عمر د میرمنې نوم هم ځای کړی وو. په همدې رابطه کولی شو د ملګرو ملتونو پر بندیزونو د څار د کمیټې ۱۲۶۷ نمبر رپوټ او دا راز د امریکا د مالیې وزارت د تفتیش د ادارې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د ۲۶ مې نیټې رپوټ ته اشاره وکړو. په دې ټولو کې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د طلبانو د رابطې خبره شوې؟

مجاهد: ښه نو تاسو هم غوږ شئ. اول خو هیله ده چې تاسو پخپله هم دغه موافقه ولولئ. په دې کې هیڅ ځای دا نه‌دي لیکل شوي چې موږ دې له چا سره رابطه ولرو او له چا سره دې ونه لرو. د توافق اصلي خبره دا ده چې د افغانستان له خاورې به امریکا او د هغې متحدینو ته ګواښ نه پېښېږي. او دا هغه څه دي چې موږ عملي کړي دي.

طلوع‌نیوز: یعنې نه د القاعده له لورې او نه د کومې بلې ترهګرې ډلې له لورې؟

مجاهد: بلې، د هیڅ چا له لورې. خو کله چې هیواد په جنګي وضعیت کې وي او موږ په پراخه جګړه کې راکښیل واوسو او دا امکان موجود نه وي چې ټولې ساحې پاکې کړو او یا یې وڅارو، داسې ساحې هم وي چې نه زموږ په کنټرول کې وي او نه د دوښمن، د هیواد پولې هم زموږ په کنټرول او ولکه کې نه وي، نو په دغسې یوه حالت کې دا ممکنه نه ده چې سرغړوونه دې بیخي نه وي. خو موږ په دې کې هیڅ لاس نه لرو. بله خبره دا چې دغه راپورونه د کابل ادارې  خپاره کړي که امریکا؟ دا خو زموږ دوښمنان دي.

طلوع‌نیوز: د ملګرو ملتونو له لورې، ملګرو ملتونو هم دغه شان رپوټونه خپاره کړي؟

مجاهد: خو ملګرو ملتونو هم یا د امریکا په راپور تکیه کړې او یا یې د کابل د ادارې په خبرو.

طلوع‌نیوز: ستاسو له خبرو دا برداشت کیږي چې تا سو د دوحې په تړون کې له القاعده سره د رابطې د پرې کولو ژمنه نه ده کړې او دغه رابطه ګواکې تر اوسه په خپل ځای پاتې ده؟

مجاهد: اول خو د رابطې په هکله هیڅ اشاره نه ده شوې. د دنیا ټول مسلمانان له یو بل سره ایماني رابطه لري چې پرې کول یې منطقي خبره نه ده. مذاکراتو کې هم دغه موضوع راپورته شوې وه خو موږ له هغوی د رابطې د معنی وضاحت وغوښت. اصلي خبره دا ده چې موږ له شلو کلونو وروسته له هیڅ چا سره رابطه نه لرو. خو د مسلمانانو په حیث له نورو مسلمانانو سره په ایمان او پر الله تعالی په باور کې شریک یوو چې که له دې اړخه وي نو بیا خو له ټولې اسلامي نړۍ سره رابطه لرو. په موافقه کې خو همدا خبره ده چې د افغانستان له خاورې به امریکا ګواښ نه متوجه کېږي. موږ په موافقه کې راغلو الفاظو مندرجاتو ته ژمن یو ، نه هغه څه چې رسنۍ یې له ځانه وایي

طلوعذنیوز: ښه نو لکه څنګه چې تاسو وایاست دغه رابطه ګواکې تر اوسه په خپل ځای ده؟

مجاهد: نه له تېرو شلو کالو راهیسې په هغه شکل چې تاسو وایاست رابطه نشته.

طلوع‌نیوز: مجاهد صیب که رابطه نه وي نو بیا ابومحسن المصري ولې د غزني په اندړو کې ووژل شو؟ 

مجاهد: اصلاً موږ ته په دې رابطه هیڅ سند نه دی ښودل شوی. موږ غوښتنه وکړه چې د ده په رابطه موجود اسناد، د هغه جسد، دا چې چېرې وژل شوی او هغه شواهد دې له موږ سره شریک شي چې له مخې یې د هغه پېژندنه کیدی شي. موږ ته تر اوسه چا دغه شان اسناد نه دي ښودلي. یوازې د راډیو او ټلویزیون له لارې تورونه دي.

طلوع‌نیوز: ایا تاسو پوهیږئ چې ابومحسن المصري چیرې دی؟ 

مجاهد: نه موږ نه پوهیږو. موږ ته د دې خبرې هیڅ معلومات نشته. بیا هم وایم چې په هیواد کې جګړه روانه ده او نیمایي  هیواد زموږ په ولکه کې نه دی. پولې مو هم پرانستې دي، وضعیت جنګي دی او د کورنیو چارو وزارت او استخبارات مو هم په ولکه کې نه دي، نو ځکه خو دا نشو معلومولی چې څوک دی او له کومه راغلی دی. په داسې یوه حالت کې د هر څه امکان شته . د دې په ځای دې دا ثابته کړي چې ایا د افغانستان له خاورې امریکا ته کوم ګواښ شوی او ایا د دې کار لپاره څه شته که نه.

طلوع‌نیوز: تاسې ژمنه کړې وه، چې ستاسې ازاد شوي زندانیان به، د دوحې سند ته ژمن پاتې کېږي، یا په بله ژبه، بیا به د جګړې ډګر ته نه‌ځي. نو که داسې وي، مالي خان، چې له انس حقاني او حافظ رشید سره یوځای له زندانه ازاد شو، اوس چېرې دی؟ د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس وایي، چې پکتیا کې د جګړې مشري کوي؟

مجاهد: همدا هم، تاسې ته بیا وایم، چې دا د دوحې سند پاڼې یو ځل بیا راواړوئ، په هېڅ ځای کې یې نه‌دي راغلي، چې که زموږ بندیان له بنده ازاد شي او بېرته دې د جګړې کرښو ته لاړ نه‌شي. دا یو.

طلوع‌نیوز: خو توافق‌نامه کې راغلي، چې توافق‌نامې ته به ژمن پاتې کېږي؟

مجاهد: هو! هغې ته خو موږ ژمن یوو، هغه کسان چې اوس جګړه کوي هغوی هم ژمن دي، په دې مانا چې د افغانستان له خاورې به د امریکا امنیت ته ګواښ نه پېښېږي، په دې مانا چې امریکایي ځواکونه وځي موږ موافق یوو، په دې مانا چې که د افغانانو خپلمنځي مذاکرات پیلېږي موږ ټول او بندیان موافق یوو، که پر اوربند بحث کېږي موږ موافق یوو. نو دې کې پوښتنه څه ده؟ موږ د توافق‌نامې ټولو برخو ته ژمن یوو.

طلوع‌نیوز: نو ستاسې اکثره هغه کسان چې له زندانه ازاد شوي، بېرته د جګړې لیکو ته تللي دي او مالي خان هم د پکتیا د جګړې مشري کوي؟

مجاهد: نه، همدې خبرې ته راځم. نه، یو بندي هم د جګړې ډګر ته نه دی ستون شوی. ټول خپلو کورنیو مسایلو کې بوخت دي. ځینې روحي او فیزکي ستونزې لري. زه تاسې ته په لنډ توګه یو لنډ مثال هم وایم، چې تراوسه یې په هکله چا څه نه‌دي ویلي: سږکال چې اسلامي امارت په خپلو تشکیلاتو بیاکتنه کوله، ځینې والیان او مسوولان یې په‌کې بدل کړل، درې څلور داسې کسان، چې زندان یې تېر کړی وو، همدې پینځو زرو ازاد شویو کسانو له منځه وو، د ولسوالۍ او تر ولسوالۍ ټیټو څوکیو ته وړاندیز شول او د منظورۍ لپاره امیرالمونین ته، زموږ مشر ته وړاندې شول، چې دا تایید کړي – چې تغییرات راشي. نو هغه چې یې د زندان سابقه وکتله، نو خط یې پر کش کړ او ویې ویل، چې نه، هغه کسان چې له زندانه ازاد شوي خپلو کورونو کې دې کېني، حق نه لري، چې توافق‌نامه...

طلو‌ع‌نیوز: ښاغلی مجاهد!

مجاهد: یعنې یو اوازې او یو حقیقتونه.

طلو‌ع‌نیوز: ایا تاسې د دې پخلی کوئ، چې مالي خان پکتیا کې د جګړې مشري کوي؟

مجاهد: نه، نه، مالي خان د پکتیا د جګړې مشري نه کوي، د پکتیا والي د پکتیا د جګړې مشري کوي.

طلوع‌نیوز: نو مالي خان چېرې دی، دوحه کې؟

مجاهد: نه، حاجي صاحب مالي خان خپل کور کې دی، درملنه یې هم کېږي او کور کې دی. البته زه نه پوهېږم، چې کوم ځای کې دی، خو جګړه کې نه‌دی.

طلوع‌نیوز: ښاغلی مجاهد! افغانستان کې روانې جګړې ته څه نوم ورکوئ؟ جهاد، مسلمان وژنه، ورور وژنه، که څه؟

مجاهد: نوم یې جهاد دی، سپیڅلی جهاد، د اشغال او تتیمو خلاف جهاد یا د فتنې خلاف جهاد.

طلوع‌نیوز: خو تاسې پوهېږئ، په ۱۳۹۷ کال کې، د ۳۷ اسلامي هېوادونو ۱۰۰ دیني عالمان په سعودي عربستان کې راټول شول، چې د اسلامي همکاریو سازمان سرمُنشي هم په‌کې وو، ویې ویل، چې یوه اسلامي هېواد کې د خلکو د وینو تویول حرام دي. د ۱۳۹۹ کال د تلې په میاشت کې، د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنې اعلان وکړ، چې افغانستان کې روانه جګړه بالکل ناروا او مسلمان‌وژنه ده. د ۱۳۹۹ کال د لړم په میاشت کې، کابل کې دوه زره دیني عالمان راټول شول او افغانستان کې یې اوسنۍ جګړه ناروا وبلله. د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۸ مه، د مصر لوی مفتي، د افغانستان جګړه ناروله یاده کړه او ویې ویل، چې د یوه مسلمان وژنه، د ټول بشریت وژنه ده او د خدای کور ته احترام نه کولو سره برابره ده. د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په ۸ مه، نایجریا کې د اسلامي هېوادونو علما راټول شوي وو او ویې ویل، چې د افغانستان جګړه باید سملاسي بنده شي. بیت‌المقدس کې د مسجد الاقصی ملا امام او د فلسطین د علماوو شورا مشر وویل، چې د افغانستان جګړه د النساء سوره د ۹۴ ایت پر بنسټ ناروا ده. درې اوونۍ مخکې په مکه کې د افغانستان، سعودي عربستان او پاکستان علماوو کنفرانس وو، د اسلامي همکاریو سازمان وویل، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره سم، افغانستان کې د جګړې دوام مسلمان‌‌وژنه ده. دا نه منئ؟

مجاهد: هیله ده ماته هم غوږ شئ. اول دا چې کله چې د امریکا خلاف زموږ جهاد پیل شو، دغو جنابانو چې تاسې یې نومونه یاد کړل، یوه هم فتوا نه وه ورکړې، چې جهاد وکړئ او اړتیا ده، هېواد چې مو اشغال شوی، پورته شئ. چې موږ د هغوی خبرو ته غوږ شو او پای هم د هغوی په خوله وکړو دا یو. دوم دا تاسې چې د کومو کسانو نومونه یاد کړل، هغه اکثره د هغو هېوادونو دولتي مامورین دي او د امریکا فشار پرې دی. هغه مهال چې نیکولسن کابل کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان وو، هغه ویلي وو، چې موږ پر طالبانو نظامي او مذهبي فشارونه راوړو، چې مذاکراتو ته مجبور شي. مذهبي فشارونه یې راوستل او علما یې راپورته کړل چې د طالبانو خلاف خبرې وکړي. په اوسنیو شرایطو کې یوه د باور وړ او خپلواک عالم خبره نه ده کړې پرته له درباري علماوو چې حکومتونو کې یې دندې دي. د حکومتنو په لمسه د جګړې خلاف غږېږي. د دوی بحث و څه وو، خبرې هم ناسمې تعبیر شوې دي. لکه د مسجد الاقصی له امام سره مو اړیکه ونیوله، چې تاسې داسې څه ویلي، هغه وویل، چې نه، موږ اصلاَ داسې څه نه دي ویلي. د امریکا خلاف جهاد جهاد دی، هېڅوک انکار نه‌شي کولی. دا د مسجدالاقصی امام ویلي.

طلوع‌نیوز: خو راپورونه شته، د اسلامي هېوادونو د علماوو د غونډو...

مجاهد: زه دې ته راځم، اول دغه ټول جنابان امریکا لمسولي دي، چې دغسې ووایي، یو. دوم، زموږ جهاد د هغوی په فتوا نه وو پیل شوی ، چې ختم یې هم د هغوی په فتوا وي.

درېیم په فقه کې یو اصل دی، دا یو علمي بحث دی، یو اصل دی چې کله تاسې فتوا ورکوئ، نو اړتیا ده چې د دواړو اړخونو نه د موضوع په هکله څېړنې وکړئ. که دواړه غاړې نه وي، نو بیا د موضوع په هکله حکم جایز نه دی. تاسې چې د کومو مفتیانو نومونه یاد کړل، یو یې هم موږ سره نه دی ناست او موږ ته یې نه دي ویلي، چې تاسې ولې جګړه کوئ او قضیه څه ده؟ چې موږ ورته موضوع تشریح کړو او بیا هغوی فتوا ورکړي. له هغوی پوښتنه کېږي، چې د مسلمان وژنه روا ده؟ هغوی وایي، نه. خو که هغوی نه پوښتنه وشي، چې د امریکا د غلام وژنه څنګه ده که نه؟ چې ۲۰ کاله یې امریکا سره خپل ملت وژلی دی، له دین سره مقابله لري، دوښمني لري، د امریکا د سیسټم او ګټو سانه کوي د نیویارک او واشنګټن ساتنه کوي. بیا دې دا مفتي ووايي، زه بیا چیلنج ورکوم، که یې بیا وویل چې ناروا ده، زیان او تاوان یې زه پرې کوم. دا خبرې داسې وخت کېدلی شي، چې مفتیان راشي، هم موږ او هم مقابل لوری کېنوي او بیا دې زموږ منځ کې پرېکړه وکړي. په یو اړخېز ډول فتوا ورکول د باور وړ نه ده. دا سیاسي مساله ده، مذهبي نه‌ده. موږ دې ته هېڅ ارزښت نه ورکووو. موږ خپل علما لرو، مفتیان لرو. موږ خپله اکثره علما یوو، په دین خبر یوو. دوی اصلاَ د امریکا خلاف روا نه ګاڼه، لومړیو کې هم له جهاده منکر ول او اوس هم منکر دي.

طلوع‌نیوز: د مرکې وخت ډېر کم دی. نو څوک فتوا ورکړي؟ ما تاسې ته د اسلامي همکاریو سازمان یاد کړ، د اسلامي علماوو نړۍواله ټولنه، د مصر لوی مفتي او د مسجد الاقصی ملا امام مې یاد کړ. دا ټول مې یاد کړل، نو څوک فتوا ورکړي، چې تاسې یې ومنئ او دا جګړه ختمه شي؟

مجاهد: همدا کسان دې فتوا ورکړي، خو د فتوا په شرایطو. موږ هم ناست یوو او مقابل لوری هم ناست وي.

طلوع‌نیوز: حاضر یاست دغسې یوې غونډې ته؟

مجاهد: ... د افتستا سیسټم هم تر سره شوی وي. یعنې څه چې ما ذکر کړل، مواصفات ذکر شوي وي او بیا فتوا ورکړي، نو هغسې حالت کې بیا باور لري.

طلو‌ع‌نیوز: حاضر یاست؟

مجاهد: موږ علما لرو. موږ ولې نړۍ وننګوو.؟ نړۍ خپل علما لري، افغانستان خپل علما لري. خپل مسایل لري. موږ لمونځ کوو، نو دا خو د مصر او اقصی د مفتي په خبره نه کوو. زموږ د خپلو علماوو د وینا له مخې یې کوو. زموږ امام هم زموږ له خپلو علماوو دی.

طلوع‌‌نیوز: نو تاسې یې نه منئ؟

مجاهد: نه دا ټولې سیاسي فتواوې دي، د نیکولسن د فشار له کبله دي، د امریکا په لمسه دي. د یوه لوري دي او شرعي اعتبار نه‌لري.

طلوع‌نیوز: کېدای شي، خلکو سره پوښتنه وي، چې کومه فتوا سیاسي ده؟ په هر حال... کله چې مو د فراه اناردره ونیوله، ښاغلی مجاهد! او ځینې نورې ولسوالۍ لکه چې تاسې یاده کړه د نورو ولسوالیو په څېر مو اناردره هم بې له جګړې نیولې، د ولسوالۍ ودانۍ او د ملي امنیت قرارګاه ته مو د الله اکبر په ویلو چاودنه ورکړه... خلک پوښتي، چې دا څه وړ جهاد دی؟ د ودانۍ ګناه څه وه؟ ودانۍ کافره وه؟

مجاهد: هو، ډېره ښه پوښتنه ده، باید ووایم، تراوسه چې زه او ته خبرې کوو، موږ ۱۲۵ ولسوالۍ لاندې کړې دي، له منځه یې همدا یوه پېښه شوې او یو بل ځای هم یوه پېښه وه.

طلوع‌نیوز: د فاریاب اندخوي؟

مجاهد: هو.

مجاهد: نه، اندخوي نه، یو بل ځای و. تاسې ته یې وایم. په اناردره کې چې کوم ځای له‌منځه وړل شوی، دا ټوله ولسوالي نه ده. دا قومانداني او د ملي امنیت ځای وو. د دې مخه کې یوه لویه دښته پرته ده. کله چې مجاهدین هلته وو، نو خبر راغی، چې دوښمن لویه لیکه جوړه کړې، ولسوالي بېرته نیسي، پر ولسوالۍ برید کوي. او دغلته د هغه ځای نظامي اراضي داسې ده، چې د مقاومت ځای په‌کې نشته. لویه دښته ده. که دوښمن راغلی وای، هغه ځای یې مورچل نیولی وای، نو بیا زموږ مجاهدین شاته ول، مقاومت یې نه‌‌شوای کولی. او بیا چې موږ جکړه کولی، هماغې ودانۍ کې مورچلې جوړېدې. موږ نشوالی کولی...

طلوع‌نیوز: خو هغه څه چې خلک یې وایي...

مجاهد: نظامي پرېکړه وشوه، چې هغه د دوښمن مورچل دی او د دوښمن د مورچل په توګه باید له منځه دې یووړل شي. دا د جګړې اړتیا ده، چې ځینې وخت سیمې له منځه وړو، خو مانا یې دا نه‌ده، چې موږ د هېواد د منافعو خلاف یوو یا اړتیا نه‌لرو، یا باید هېواد وران کړو. د دوښمن مورچل باید ویجاړ کړو. ځکه چې هلته دوښمن دی، هلته مورچل نیسي، انسانان وژني.

طلوع‌نیوز: خو که مو د حاکمیت او ادارې فکر درلود، نو تاسې خپله به له هغې کار اخېست. ښاغلی مجاهد؟

مجاهد: دا خو د جګړې وخت دی، وروسته بیا موږ کولی شو کار ترې واخلو. که وطن چې جوړ شي، دا ودانۍ په لږ څه بېرته جوړېږي، بیا ترې کار اخلو، خو د جګړې مهال کې، چې یو څوک زما د مرګ لپاره دغلته کېني، سنګر نیسي، زه خپله حق لرم چې د دوښمن مورچل له منځه یوسم. دا د خلکو کورونه چې ۲۰ کاله کېږي، ودان شوي، تاسې نه‌شئ کولی سنګرونه یې کړئ.

طلوع‌نیوز: خو هغه څه چې د خلکو انګېرنه ده او خلک یې وینئ، هغه ویجاړي ده او خلک نه غواړي وطن یې وران شي.

ښاغلی مجاهد، ستاسې مشر ملا هبت‌الله چېرې دی؟

مجاهد: هېواد کې دی، مشخص خو له امنیتي لحاظه تاسې پوهېږئ، چې نه‌‌شم ویلی ووایم، چې دغه ځای کې دی، خو په هېواد کې دی او د لویې برخې جهاد مشري کوي.

طلوع‌نیوز: نو ولې له دوحې ستاسې پلاوی، مشورې لپاره پاکستان ته ځي؟

مجاهد: دا حقیقت نه‌لري، کله یې هم مشوره نه‌ده اخېستې.

طلوع‌نیوز: د مذاکراتو د لومړي پړاو پای کې، تاسې پوهېږې، چې ښاغلی ملا برادر لاړ پاکستان ته، یوه وېډیو خپره شوې، چې کراچۍ کې یوه روغتون ته ورغلی وو، ستاسې د ټپیانو پوښتنه یې وکړه. بیا ستاسې د کسانو یوې غونډې ته ورغلی وو او ویې ویل چې زموږ ټول مشران دلته دي. ویې ویل، چې زموږ د ټپیانو درملنه په هېواد کې دننه ممکن نه ده او اړ یوو چې وضعیت وزغموو. دا وېډیو شته.

مجاهد: زه تاسې ته یو څه واضح کړم، چې پاکستان ته د ملا برادر اخون سفر، رسمي سفر وو. د پاکستان د حکومت مشرانو سره کتنې لپاره تللی وو، یو. دویم په پاکستان کې موږ درې نیم میلیونه کډوال لرو، په هغو کې ځینې داسې شته، چې جهاد لپاره دلته راځي، ټپيان کېږي، ناروغانېږي، مري، شهیدانېږي، کورنیو ته یې ستنېږي، د ډیورنډ په اوږدو کې، یا د وزیرستانونو ته یا بلوچستان یا هم د شخړې سیمو ته. همدغو سیمو کې کډوال لرو. درې – درې نیم میلیونه کسان. یعنې ۳۵ لکه خلک لرو. په دوی کې کېدای شي، په زرګونه دغسې خلک وي، چې زموږ کسان دي،  کورنۍ یې د کرښې هغې غاړې ته دي. راځي، ټپیانېږي، یا ناروغانېږي، نو کله چې هاخوا ته ځي، طبعاَ د هغه هېواد روغتون او ډاکټر ته ورځي. ۲۰ کاله، ۳۰ کاله هملته ول. د هغه هېواد له ډاکټر او درملو یې کار اخېستی. ۴۰ کاله. نو اوس که ملا برادر اخون، هلته تللی او یو څو تنه ناروغان چې هلته دي، پوښتنه یې کړې، یا یې ویلي، چې تاسې دلته یاست. نو دې کې کوم تاوان نه‌شته. نه کوم زیان شته. هغه رسمي سفر وو. دا چا سره مشوره نه وه. پاکستان ته چې تاسې ځئ، ملي مسایلو سره مو مرسته کړې.

طلوع‌نیوز: خو ښاغلی مجاهد، هغه وېډیو اوس هم شته، خواله رسنیو کې شته او ستاسې د کسانو منځ کې، د پاکستان خاوره کې، ملا برادر وویل، چې زموږ ټول مشران دلته دي او تاسې پوهېږئ، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رشید احمد، له جیونیوز سره وروستۍ مرکه کې وویل، چې د طالبانو د اکثرو چارواکو کورنۍ په پاکستان کې دي. پته یې وښوده، بارکوډ، لوی‌بیر....تاسې څه وایئ، څه ځواب لرئ؟

مجاهد: ځواب شته. زه بیا هم دا خبره کوم چې پاکستان کې، له شک پرته کېدای شي زموږ کسان وي، هلته کډوال لرو، په هغو کډوالو کې کېدای شي زموږ کسان وي، کورنۍ یې وي. دلته جهاد کوي او هلته کورنیو ته ځي. کورنۍ یې دا ۴۰ کاله کېږي هلته تللي دي. مخکیني جهاد کې کډوال شوي. له دې انکار نه کوو. خو دا ووایئ او دا ثابته کړئ چې پاکستان په دغو کسانو علم نه‌لري. پاکستان کې زموږ مشران شهیدان شوي. منصور صاحب سرحدي سیمه کې وو، یو بل ځای ته روانېده، بېرته د کندهار خاک‌رېز ته راتلو، چې لاره کې په شهادت ورسېد. ملا برادر اخون اته کاله په پاکستان کې بندي وو. زموږ والیان، مسوولان...

طلوع‌نیوز: ملا عمر هم په پاکستان کې ومړ؟

مجاهد: نه، دا غلطه ده. هغه د زابل په شینکۍ کې وفات شو...

طلوع‌نیوز: خو رپوټ...

مجاهد: ملا عبیدالله د پاکستان په زندان کې شهادت ورسېد. استاد یاسر پاکستان کې نیول شوی او تراوسه یې معلومات نه‌شته. نو کله چې زموږ مشرانو سره هلته دغسې شوي، نو پاکستان څرنګه موږ لپاره خوندي ځای کېدای شي؟ یا د مشورې او نظر اخېستو ځای وي.

طلوع‌نیوز: ښه، هغسې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د اکثرو طالب چارواکو کورونه په پاکستان کې دي او له تاسې یې غوښتي چې پاکستاني طالبانو ته په پاکستان کې د ورنکارۍ اجازه ور نه کړئ. څه ځواب لرئ، د پاکستان کورنیو چارو وزیر ته؟ یا هغه څرنګه ځانته دا حق ورکوي، چې دغسې خبره وکړي؟

مجاهد: موږ دا خبرې رد کړې دي او څو ورځې مخکې کېدای شي، تاسې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خبرې اورېدلي وي.. ښاغلي نجفي‌زاده سره یې مرکه کې، دا خبرې رد کړې.. نو اوس باید پاکستان خپلو کې جوړ راشي، چې د کورنیو چارو وزیر یې سمه خبره کوي، که د بهرنیو چارو وزیر. خپل وزیران دي همغږي کړي بیا دې راشي اعتراض دې وکړي. موږ رد کړې چې زموږ د مشرانو کورونه هلته نه‌شته، البته درې نیم میلیونه کډوال لرو هغوی هلته هم شته، کېدای شي ایران کې هم وي. ان په دوبۍ او سعودي کې او نورو هېوادونو کې، قطر کې موږ د خپلو کسانو کورنۍ لرو. له شک پرته د جګړې په وخت کې کډوال شوي چې وهجرت کړي. کورنۍ یې پرېښودې. خو دا په دې مانا نه ده، چې هغوی ټول د نورو هېوادونو غلامان شوي دي او ټول خرڅ شوي دي...

طلوع‌نیوز: نو ولې ستاسې لیکو کې پاکستاني پوځیان جنګېږي؟

مجاهد: دا سمه نه ده، هېڅ ځای کې نظامي نه دی ثابت شوی. یو د فېسبوک خبره ده. څو ورځې مخکې د پکتیا دوه درې عکسونه نشر شول. هغه، هغه کسان دي ژوندي دي، اصلاً وژل شوي نه دي. کشمیر کې دي. د کشمیر مجاهدین دي...

طلوع‌نیوز: له هغو کسانو یو نیول شوی؟

مجاهد: له هغه کسه یې فېسبوکي استفاده کړې ده.

طلوع‌نیوز: د پاکستان پېژند کارډ ورسره دی؟

مجاهد: نه، زه تاسې ته وایم. د هغه کس په هکله موږ تحقیق وکړ، په سعودي کې مساپر دی. د افغانستان له لارې سعودي ته تلو. له پاکستان نه سعودي ته الوتنې بندې وې. د کورونا شرایط دي، د سعودي وېزه هم لري، د سعودي مساپر وو. یو کس چې نظامي وي، دا هېواد که سر ولرۍ. یو څوک چې نظامي مداخله کوي، پوځي کس نیول کېږي، سفیر احضارېږي، د بهرنیو چارو وزیر اعتراض کوي. نړۍوال مسوولیت جوړېږي. دا نو څرنګه ډېپلوماټیکو چینلونو هېڅ حرکت و نه کړ. دا یې په فېسبوک او ټویټر کې تبلیغات وکړل. تاسې کره څېړنه وکړئ، هغه کس خوارکی د سعودي مساپر دی. نه يې پوځ لیدلی نه یې جګړه لیدلې. راغلی وو چې له دې ځایه سعودي ته سفر وکړي. له اسلام اباد سعودي ته الوتنې بندې دي.

طلوع‌نیوز: خو هغه کس خپلو خبرو کې وایي، چې یونیم کال ورته روزنه ورکړل شوې او ورته ویل شوي، چې لاړ شه د طالبانو لیکو ته او نورو پاکستاني پوځیانو سره یوځای وجنګېږه.؟

مجاهد: د شکنجې په وخت کې دا خبرې کېږي. دا خبرې پرې کوي، ترې یې ثبتوي... چې داسې ووایئ...

طلوع‌نیوز: افغانستان کې د سولې د طرحو په اړه ډېرې خبرې کېږي، د سولې لپاره د طالبانو طرحه څه ده؟

مجاهد: زموږ د سولې طرحه زموږ په جېب کې ده. کله چې مذاکراتو ته کېنو په طرحه خبرې کېږي. موږ خپله طرحه وړاندې کوو او پرې خبرې کوو. هغه خو د رسنیو لپاره نه ده...

طلوع‌نیوز: خو خلک مهم دي که نه؟ یا خلک یې په جزییاتو پوه شي که نه؟ ځینې وایي، چې شکونه راولاړوي، چې یوه طرحه هم نه موږ نه وینو. تاسې خو د تبلیغانو وسیلې لرئ، تاسې وېبپاڼه لرئ. خلک غواړي ستاسې طرحه ولولي.؟

مجاهد: یو د مذاکراتو د مېز خبره ده، بله د خلکو د پوهېدو خبره ده. کله چې موږ پر یو موضوع بحث وکړو او نتیجې ته ورسېږو، بیا یې خلکو سره شریکوو.

طلوع‌نیوز: له مذاکراتو ورهاخوا.. هغه څه چې تاسې یې ذهن کې لرئ او وایئ، چې ستاسې جېب کې ده. همدا ولې له خلکو سره نه شریکوئ؟

مجاهد: تاسې پوهېږئ، څه چې مذاکراتو کې مطرح کېږي د دواړو خواوو له‌خوا. هغه وروستي څه نه وي، یعنې پرېکړه پرې نه وي شوي...

طلوع‌نیوز: ښاغلی مجاهد په مذاکراتو خبرې نه کوو...

مجاهد: نه، موږ ننګونې وینو څه چې رسنیز کېږي. دا سمه ده چې زموږ دوستان به یې واوري، پرې پوه به شي، خو هغه کسان چې سولې ته کمین کې دي او نه غواړي چې سوله وشي او موږ مذاکراتو کې پرمختګ وکړو، هغوی دا ننګوي او خنډونه ورته جوړوي. بیا نو بحثونه لانجمنېږي. تاسې ولیدل چې په هغه مقدمه څومره اوږده بحثونه وشول. څرنګه غبرګونونه وښودل شول. ان د شیعه او سني مسایل راپورته شول. نو دغسې مسایل رامخته کوي.

طلوع‌نیوز: تاسې ډېر د اسلامي نظام خبره کوئ، د افغانستان حکومت ستاسې دا خبره ننګوي. خلک باید پوه شي که نه، هغه اسلامي نظام چې تاسې یې وایئ، څرنګه دی. دا باید تشریح شي که نه؟

مجاهد: نه، تشریح لري، اسلامي نظام څه پټ نظام نه دی. اسلامي فقه پرې ډکه ده. ټول علما پوهېږي، چې اسلامي نظام یعنې کوم نظام. یعنې ټول اسلامي قوانین پلي شي، یعنې د نظام جوړښت باید د اسلامي فقې پر بنسټ وي. یعنې د نظام جوړښت کې اهل خلک وي، پرېکړه کوونکي خبره‌ګان وي مشورې خبره‌ګان ورکړي. د مسلمانانو مشر باید، مسلمان، رښتینی، عادل، عالم او داسې څوک وي، چې دین او اصولو ته ژمن وي. تقوا ولري. غل نه وي، له بهره رالېږل شوی نه وي، د اسلام په دین ښه خبر وي. دا یې شرایط دي، دا د سلامي فقي کتابونه کې دي...

طلوع‌نیوز: اجازه راکړئ، زه یو دوه مشخصې پوښتنې وکړم. اول: کوم اسلامي نظامي چې تاسې وایئ، باید جمهوري نه وي؟ دوم: ایا ټاکنې په‌کې دي؟

مجاهد: دا خو د ټولو افغانانو د بحث مسایل دي...

طلوع‌نیوز: خو هغه څه چې تاسې یې غواړئ؟

مجاهد: موږ د حل و عقد شورا یا د علماوو او پوهانو د شورا پر بنسټ نظام غواړو. هغه کسان په‌کې وي، چې پوهېږي او درک لري.

طلوع‌نیوز: نو ټاکنې منتفي دي؟

مجاهد: زموږ په نظر ټاکنې ګټورې نه وې. موږ په خپل هېواد کې شل کاله د ټاکنو نتیجه ولیدله...

طلوع‌نیوز: خو نړۍ کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو له منځه اکثره یې یا جمهوري دي، یا جمهوري ته ورته دي او ځینو کې چې ټاکنې شوي، بریالي هم وو؟

مجاهد: نه‌دي بریالي، هر هېواد چې ټاکنې تجربه کړي بریالي نه‌دي. کومو اسلامي هېوادونو کې چې ټاکنې شوې دي، ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي. پاکستان د نړۍ تر ټولو پوروړی هېواد دی، چې ټاکنې لري. ځينو نورو هېوادونو کې هم لانجې دي. ایران کې هم ټاکنې دي، خو خلک یې راضي نه‌دي. تاسې مظاهرې ولیدې. نورو هېوادونو کې هم. ترکیه اوس مجبوره شوې، چې قانون بدل کړي. مصر کې ټاکنې ناکامې شوې. ښاغلی محمود مرسي بندي شو، په شهادت ورسېد. په الجزایر کې ټاکنې ناکامې وې. نورو هېوادونو کې هم...

طلوع‌نیوز: جمهوري نظام سره ستونزه لرئ او اسلامي امارت مو سره کرښه ده؟

مجاهد: نه ستونزه نه لرو، خو زموږ وړاندیز نه دی. جمهوري نظام زموږ وړاندیز نه دی. پر دې کېدای شي بحث وشي موږ چې کوم نظام غواړو هغه اسلامي نظام دی.

طلوع‌نیوز: اسلامي امارت ستاسې سره کرښه ده که نه؟

مجاهد: موږ په یوه اړخیزه توګه څه نه شو تپلی، باید کېنو، مذاکره وکړو، نو مذاکراتو کې چې څه راووتل هماغه به سره کرښه وي.

طلوع‌نیوز: نو اسلامي امارت سره کرښه نه ده؟

مجاهد: نه، نه. زموږ غوښتنه ده. په دې مانا سره کرښه نه ده، چې خامخا هغه څه وشي، چې موږ یې له وړاندې وایو. باید خبرې پرې وشي، موږ یو څه ته هم سره کرښه نه وایو.

طلوع‌نیوز: څو لنډې پوښتنې کوم. د وینا ازادۍ په هکله ستاسې نظر څه دی؟ په هغه حکومت کې چې تاسې یې برخه شئ، یو خبریال کولی شي، ستاسې په مشر، یا ستاسې د کابینې په وزیر نقد وکړي؟

مجاهد: له شک پرته چې کولی شي، حضرت عمر (رض) د اسلام خلیفه وو، نقد پرې شوی وو. نقد ضرور ده. نقد خپله د اصلاح مانا لري، یعنې یو شی کره کول او ښه کول. که زموږ وزیر څوک غوره کوي یا یې اصلاح کوي...

طلوع‌نیوز: لکه نن، که تر نن کم؟ تاسې ګورئ، چې موږ په طلوع‌نیوز کې پر ولسمشر نقد کوو، په سختو کلمو یې ننګوو. لکه نن که تر نن کم؟

مجاهد: نه، یو شی دی. یو سپکاوی دی، شخصیت وژنه ده او بل نقد دی. که نقد سالم وي...ډېره ښه ده.

طلوع‌نیوز: هغه څه چې موږ یې کوو دا څه دي؟

مجاهد: د اوسنیو رسنیو زه ځکه نه‌شم تاییدولی، چې ۲۰ کاله وشول چې دا رسنۍ د یو طرف له خوا تمویلېږي. مشخصو موخو لپاره. کله قومي مسایلو ته لمن وهي، کله تعصب ته، کله خلک په جنګ اچوي..

طلوع‌نیوز: خو دا باید ثابت شي، دا خو د یوې ادعا تر حده خبره ده؟

محاهد: نه، ادعا نه‌ده ثباته ده...

طلوع‌نیوز: هغه د وینا ازادي چې تاسې یې وایئ، تر نن کمه یا محدوده به وي؟

مجاهد: نه، تر نن به اصلاح وي.

طلوع‌نیوز: اصلاح یعنې څه؟

مجاهد: په دې مانا چې خلکو ته سپکاوی ناجایز دی دا به رسنیو کې نه وي.

طلوع‌نیوز: خو هغه څه چې موږ یې کوو، سپکاوی دی؟

مجاهد: هو، موږ ته ستاسو رسنیو کې څو ځل سپکاوی شوی وو.

طلوع‌نیوز: ښه، هغه حکومت کې چې تاسې یې برخه شئ، یوه ښځه کولی شي، خبرونه ووایي؟

مجاهد: دا به حکومت قوانین جوړوي، بیا به پرېکړه کوي چې کولی شي که نه...که کولی شي، شرایط یې څه دي.

طلوع‌نیوز: ستاسې نظر څه دی. ښځې کولی شي خبریالانې شي؟

مجاهد: موږ اوس پرېکړه نه‌شو کولی، دا خو د قوانینو د جزییاتو خبره ده. حکومت چې جوړېږي په زرګونه جزییات لري. زه نه‌شم کولی د یوه لوري د ویاند په توګه ټول قوانین راوباسم. د اسلام په منطق کې اصول دي...

طلوع‌نیوز: تاسې کولی شي د طالبانو لیدلوری ووایئ، یعنې ښځه په کومه کچه کې کار کولی شي؟ کولی شي ولسمشره شي؟ کولی شي، سندره ووایي؟ کولی شي، خبریاله شي؟

مجاهد: نه، نه. ولسمشره کېدلی خو نه شي، اسلامي فقه ورته اجازه نه ورکوي. خو کار کولی شي، خپله برخه کې.  په دې مانا چې د ښځې عزت، د کورنۍ عزت یې خوندي او محفوظ وي. بیا کولی شي کار وکړي، کولی شي تعلیم وکړي. کولی شي ټولنیز فعالیتونه وکړي. خو اسلامي اصول به مراعاتوي.

طلوع‌نیوز: ښځه کولی شي، سندره ووایي؟

مجاهد: تاسې ووایئ، کولی شي؟ په شریعت کې؟

طلوع‌نیوز: البته زه ځواب نه‌شم ویلی. له تاسې مې پوښتنه وکړه؟

مجاهد: نه نه، یوې مسلمانه کورنۍ کې خو زېږېدلی یې. هېڅ چې نه وي، الحمدالله مسلمان یې. کولی شي؟

طلوع‌نیوز: د یو خبریال په توګه زما مسوولیت پوښتنه کول دي، نه ځواب ویل.

مجاهد: دې ته هر څوک ځواب ویلی شي. مسلمان مسلمان دی.

طلوع‌نیوز: خو هر کس جلا نظر لري، زه غواړم د طالبانو لیدلوری واورم، ستاسې نظر څه دی؟

مجاهد: نه، نه‌شي کولی، په اسلام کې ښځه نه‌شي کولی سندره ووایي. دا زموږ نظر نه‌دی دا د اسلام نظر دی. که تاسې نه پوهېږئ، باید په دې پوه شئ. له یو عالم پوښتنه وکړئ.

طلوع‌نیوز: ښه، خو څه چې زه یې پوښتنه کوم، مانا یې دا نه‌ده چې نه پوهېږم. زه د یو خبریال په توګه پوښتنه کوم او ستاسې نظر اخلم.

مجاهد: څه چې مسَلَم دي. باید پوښتنه یې و نه‌شي. مسَلَ دي.

طلوع‌نیوز: په اقچه کې مو وویل، چې ښځې دې له محرم پرته له کوره نه وځي... کېدای شي خلک وپوښتي..؟

مجاهد: نه، دا اوازه ده. اقچه کې هم دغسې اوازې وې. په تخار کې هم، د قوانینو د وضع کولو وویل شول. دا اوازې دي. اوس د قوانینو وخت نه دی. دا په هغه حالت کې کېږي چې نظام جوړ شوی وي. پر خلکو قانون تطبیق شي. قانون ته ذهناً چمتو وي. بیا قوانین جوړېږي، شورا کې تاییدېږي او بیا ورته د هېواد قانون ویل کېږي او بیا په یوه ښه لاره عملي کېږي. خپله ځانګړې کړنلار لري. هر څوک نه‌شي کولی قانون جوړ کړي. هغه څه چې د اقچې او تخار په هکله ویل شوي، موږ تحقیق وکړ، هلته هېڅ دغسې څه نه وو. دا اوازې دي د خلکو د ذهنونو د ګډوډولو لپاره.

طلوع‌نیوز: دوه وروستۍ پوښتنې کوم. که زما غږ اورئ.

مجاهد: اورم یې.

طلوع‌نیوز: ډېر ویل کېږي، امریکایانو او هغو کسانو چې په مسکو او نورو ځایونو کې ستاسې پلاوي سره لیدلي وو، ویل یې چې طالبان بدل شوي، د نوي یمې لسیزې طالبان نه‌دي. د ۹۶ کال طالبان نه‌دي. تاسې دې جملې سره موافق یاست؟

مجاهد: زه به یې په بل شکل ووایم. خبره تعبیر کې ده. موږ د ډېرې تجربې خاوندان شوي یوو. د ډېرو معلوماتو خاوندان شوي یوو. عمر چې لوړېږي، طبعاَ تجربه زیاتېږي. د ځوانۍ حال کې وو، طبعاً جذبې او احساسات. کله چې د چا عمر لوړېږي، دغسې د یو نهضت عمر هم ډېرېږي، خپله انعطاف لري، په دې مانا چې هغه بشپړېږي، لا ښه پوهېږي. ډېره تجربه خپلوي. له دې اړخه کېدای شي تغییر وي.

طلوع‌نیوز: خو که تاسې یو ولایت ونیسئ، یا په یوه حکومت کې برخه ولرئ، یا حکومت ستاسې وي، بیا به ښځې په دورو وهل کېږي که نه؟ له محرم پرتله له کوره وتلی شي که نه؟

مجاهد: یو خو د شریعت اصول دي. موږ د شریعت اصول نه شو تغییرولی، د دې لپاره چې موږ تغییر کړی وي... لکه ځینو پخوانیو جهادي مشرانو چې ږېرې وخرییلې، دریشې‌‌ګانې یې واغوستې او نکټایي‌ګانې وتړلې او ویې ویل چې موږ تغییر کړی. هغسې تغییر خو ممنوع، مکروه او بد دی. اصلاً څه چې اسلامي قوانین دي، زه یې هم منم، ته هم چې مسلمان یې منې یې. د افغانستان ټول خلک مسلمانان دي مني یې. هغسې نه شو ویلي چې ووایو قوانین مراعاتو که نه. کوو به یې. دا په اسلامي فقه کې راغلي دي.

تاسې چې د محرم خبره وکړه. محرم شرعي کلمه ده، له محرم پرته ښځه سفر نه‌شي کولی. خو د سفر شرایط یې ویلي، که یو ځای کې زمینه برابره وي، مصوونیت وي او محافظت وي بیا محرم ته اړتیا نه‌شته. که خطر وي، بیا محرم ضروري دی. دا شرعي اصول دي، موږ یې هم نه‌شو بدلولی تاسې یې هم نه‌شئ بدلولی. دا به اسلامي نظام عملي کوي.

طلوع‌نیوز: وروستۍ پوښتنه کوم. ستاسې انتخاب جګړه ده که سوله؟ جګړې ته دوام ورکوئ، که مذاکراتو ته؟

مجاهد: دوه لارې لرو: لومړیتوب مو مذاکره ده، مذاکرات او جوړجاړی. هغه څه چې موږ یې غوره ګڼو او که اړتیا شوه، بیا هم مذاکراتو کې له ننګونې، خنډونو  او وخت تېرولو سره مخامخ شو، لکه تېرو ۱۶ میاشتو کې چې مخامخ وو، بیا به نو مجبوریت وي، چې دویم انتخاب به کوو، چې جګړه ده.

طلوع‌نیوز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له تاسې مننه.

مجاهد: له تاسې هم مننه، چې وخت مو راکړ او حوصله مو وکړه.

دې مرکه کې ذبیح الله مجاهد سره د افغان سولې بهیر، روان وضعیت او ځینو نورو مسایلو په هکله خبرې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه