د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وايي، چې " کېدای شي نوي او پرمختللي افغان طالبان سوله غوره وګڼي او اسلام اباد به هغه افغان دولت ومني چې د افغانستان خلک یې ملاتړ وکړي.
طالبانو سره خبرې به د ټولو په ګټه وي.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د ښاغلي رشید له قوله لیکلي: “موږ به ګاونډ هېواد افغانستان کې د سولې ملاتړ وکړو.”
پاکستاني وزیر پر ټولو افغان مشرانو، سیاستوالو او طالبانو غږ کړی چې خبرې دې سره وکړي.
رشید وايي پاکستان سیمه کې ټیکاو غواړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي:”که چین غواړي ایران کې ۴۰۰ میلیارده ډالر پانګونه وکړي دا په افغانستان کې د سولې نه پرته امکان نه لري. موږ چې د اورګاډي کومه کرښه ازبکستان ته رسول غواړو، دا په افغانستان کې د ټیکاو پرته امکان نه لري. چین، روسیه، ایران او پاکستان په یوه بدله شوې سیمه کې دي.”
دغه پاکستاني چارواکي ویلي چې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار غځولو، تر پخوا د پاکستان حالت ښه کړی دی.
نوموړي ویلي چې د تورخم او چین بندرونه به ښه مدیریت شي.
ښاغلي رشید دا هم ویلي چې پاکستان چاته اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې افغانستان او سیمه کې سوله ټکنۍ کړي.