Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: تر راتلوونکو درې میاشتو به د هېواد امنیتي وضعیت ښه شي

په داسې وضعیت کې چې د هېواد د شمال په ډېری ولایتونو په تېره بیا بلخ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي او څو ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې دي، ولسمشر غني د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره مزار شریف تللی او وايي چې د طالبانو ملا به ماته شي او ټولې هغه سیمې چې د دغې ډلې لاس ته لوېدلې دي، ډېر ژر به بېرته ونیول شي.

ښاغلی غني زیاتوي، تر راتلونکو درېیو میاشتو به د هېواد په امنیتي وضعیت کې د پام وړ ښه والی راشي.

نوموړی چې، د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه مزارشریف ته تللی وو پر ملي یووالي هم ټينګار وکړ. 

د چارو د ادارې رییس فضل ‌محمود فضلي په دې هکله وايي:«د ټول وضعیت د ثبات لپاره د افغان حکومت پروګرامونه دوام لري. ښاغلي ولسمشر شېبه مخکې له ځوانانو، مېرمنو، علماوو، ښوونکو سره ولیدل او هغه تفصیلات چې موږ یې په دغو برخو کې لرو»

په وروستۍ یوه میاشت کې د بلخ نهه ولسوالۍ طالبانو ونیولې او دغه ډله د مزار شریف تر دروازو راورسېده.

د طالبانو تر دغو پرمختګونو وروسته د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ولسي پاڅونوال رامنځته شول.

د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي وویل:«د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت عمومي ریاست او همدارنګه د ملي امنیت شورا یو معین پلاوی د دوی ملتیا کوي. دوی د حیرتان بندر او همدارنګه د ټولو له لاسه وتلو ولسوالیو د امنیت د پلان او تابیانو په هکله بحث او د نظر ادلون بدلون دی او د ورځې تر پایه به دوام ولري.»

له دې سره جوخت د ولسمشر په راتګ سره مزارشریف ښار نیمه رخصت شوی دی. دا بلخ ولایت ته غځېدلې سړکونه دي. د مزارشریف اوسېدونکي وایي چې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.

د مزار شریف اوسېدونکی عبدالقیوم څرګندوي:«راغلل، ښه راغلاست د ولایت او مزارشریف ټول سړکونه د خلکو پر مخ تړلي وو د دې پر ځای چې موږ ته ډوډۍ راکړي، اوبه راکړي، زموږ ډوډۍ او اوبه زموږ له لاسه اخلي.»

له دې ټولو سره سره ولسمشر غني ډاډ ورکوي چې تر راروانو درېیو میاشتو به د هېواد امنیتي وضعیت ښه شي.

ښاغلی غني خلکو ته ډاډ ورکوي چې تر راتلونکو درېیو میاشتو به د هېواد په امنیتي وضعیت کې د پام وړ ښه والی راشي.

شریک یي کړئ