Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې پر بشري کړکېچ د ملګرو ملتونو اندېښنه

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یا UNHCR وایي، افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته په کتو بشري کړکېچ ته اندېښنه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي، د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ راهیسې افغانستان کې د کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر ۲۷۰ زرو نه اوښتی دی، چې زیات یې د ناامنۍ او تاوتریخوالي له کبله بې‌ځایه شوي دي.

د UNHCR د شمېرو پر بنسټ، په دې سره د ټولو کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر درې نیم میلیونه تنو ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د رپوټ له مخې، وروستیو اوونیو کې چې کومې کورنۍ له خپلو مېنو وتلې دي، ویلي یې دي چې د بې‌ځایه کېدو اصلي لامل یې، سیمو کې ناامنۍ وه.

پر جګړې سربېره ځینو بې‌ځایه شویو ویلي، چې د غیردولتي وسله‌والو ډلو د باج غوښتنې او سړکونو کې د ماینونو له وېرې یې خپلې مېنې پرېښې دي.

اکثرو بې‌ځایه شویو ویلي، چې د ناامنۍ له کبله ټولنیز خدمتونه په ټپه ولاړ دي او عایدات یې له لاسه وتلي.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ، د روان ۲۰۲۱ میلادي کال لومړیو درېیو میاشتو کې د ملکي تلفاتو شمېرې د ۲۰۲۰ کال د ورته مودې پرتله ۲۹ سلنه ختلې دي. په ملکي تلفاتو کې د ښځو او ماشومانو شمېر زیات دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره او ملګري بنسټونه یې په همغږۍ شکل، تازه کورنیو بې‌ځایه شویو سره، د اوسېدو د ځای، خوړو، درملو، اوبو او پیسو مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي، د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ راهیسې افغانستان کې د کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر ۲۷۰ زرو نه اوښتی دی.

شریک یي کړئ