Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'سیاسي اختلافونه د دې لامل شول چې مراد د دایکندي والي نه شي'

په ولسي جرګه کې د دایکندي ولایت ځينې استازي وايي چې مراد علي مراد د دایکندي د والي په توګه معرفي نه شو، د هغه او د ولسي جرګې د غړو د لېږد الوتکه بېرته بامیان ولایت ته وګرځول شوه.

د دایکندي د خلکو استازی علي اکبر جمشیدي وايي چې د الوت پر مهال هغوی ته خبر ورسېد چې ښاغلی مراد په بل مقام ګومارل شوی دی.

ښاغلي جمشیدي وویل:«څرګنده شوه چې له بده مرغه د انارشي ډول چې د حکومت په راس کې ده د دغه مسلې لامل شوی دی.»

دوه ورځې وړاندې ولسمشر مراد علي مراد د دایکندي د والي په توګه او طاهر زهیر د بامیان د والي په توګه وټاکه.

سرچینو طلوع نیوز ته ویلي دي چې د ولسمشر له دې پرېکړې سره د یو شمېر سیاستوالو د اختلافونو له امله ښاغلي مراد ونه کړای شول چې د دایکندي د والي په توګه خپل کار پېل کړي.

د کابل اوسېدونکی رحمت الله وايي:«زموږ سیاستوالو تل د خپلو شخصي ګټو لپاره خلک یې په اوبځوړي ته اچولي دي.»

د کابل اوسېدونکې رحیمه هم څرګندوي:«کله چې هغوی اتفاق او یووالی نه کوي موږ څه ډول سولې ته ورسېږو.»

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په هېواد کې د اوسني کړکېچ یو لامل د سیاستوالو ترمنځ اختلافونه وګڼل.
      
ښاغلي عبدالله وویل:«زموږ اختلافونه زموږ د عسکر پر روحیې اغېزه لري.»

د افغانستان د پېوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني له سیاسي اجماع نه د هېواد د سیاستوالو تعریف داسې بیانوي:«همدا څېرې چې معامله کوونکي دي چې یوه ورځ حکومت ته غاښ ښکاره کوي او بله ورځ په ارګ کې لوړ ناست وي همدوی هر امتیاز چې دی ورکړئ او خلک وژغورئ.»
 
په داسې حال کې چې لاهم سیاستوال په کور دننه د سولې او حکومتوالۍ په چارو کې اجماع ته نه دي رسېدلي، د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزې او نړۍوالې اجماع لپاره د حکومت د هڅو خبره کوي.

شریک یي کړئ