دواړو لوریو د دواړو هېوادونو د پولو په لا ښه امنیت او اقتصادي همکاریو باندې خبرې کړې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ نن (پنجشنبه د چنګاښ په ۲۴ مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر غني ازبکستان ته د دوه ورځني سفر پر لومړۍ ورځ، د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف سره وکتل او پر سوله او د پولو پر امنیت یې خبرې ورسره کړې دي.
د ارګ خبرپاڼه کې راغلي چې: »دواړو لوریو د دواړو هېوادونو د پولو په لا ښه امنیت او اقتصادي، تجارتي همکاریو، د برېښنا لېږد، د اوسپنې پټلیو او د افغانستان سولې لپاره په سیمهییزې اجماع خبرې کړې دي. «
د ارګ خبرپاڼه کې راغلي، چې دې کتنه کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف ویلي، هېواد یې د افغانستان حکومت او خلکو سره دی او بېلابېلو برخو کې دایمي همکاریو ته ژمن دی.
ولسمشر غني نن سهار، د سیمهییز پیوستون دوه ورځنۍ نړۍواله غونډه کې ګډون لپاره د ازبکستان پلازمېنې ته تاشکند ته رسېدلی. دې غونډې ته د مرکزي او سویلي اسیا، فرصتونه او ننګونې نوم ورکړل شوی دی.
ولسمشر سره دې سفر کې، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د مالیې وزارت سرپرست محمدخالد پاینده او د ولسمشرۍ د دفتر رییس عبدالمتین بېګ مله دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر غني په تاشکند کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره هم کتلي دي.
د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ دې کتنه کې، د افغانستان او هند ترمنځ اړیکو او همکاریو په هکله خبرې شوې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هند د افغانستان له نظامه ملاتړ لپاره، د سیمهییزې اجماع په موخه خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د ولسمشر غني تر دې سفر وړاندې د ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود ویلي وو:«هغسې چې تاسې پوهېږئ، افغانستان په سیمه کې د څلورلارې په شان موقعیت لري. د سیمې او په ځانګړې توګه د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ پیوستون کې مهم رول لري. «
ښاغلي محمود زیاته کړې:«نړۍ به په مرکزي او سویلي اسیا کې پر موکو خبرې وکړي. ولسمشر غني به خپل ازبکستاني سیال سره کتنه کې د مرکزي او سویلي اسیا مهمو پروژو کې د افغانستان پر رول خبرې وکړي. «