Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اریانا سعید د جامو د تولید مرکز او پلورنځی جوړ کړ

افغانې وتلې سندرغاړې اریانا سعید د کابل په نوي‌ښار سیمه کې، د دې په خپل نامه، د جامو یو پلورنځی پرانیست.

مېرمن سعید وایي، د اریانا په نامه د جامو د تولید پر ځای او د اریانا د جامو پر پلورنځي یې، شاوخوا اته میلیونه افغانۍ پانګونه کړې ده.

د اریانا په نامه ځانګړې جامې، په موډرنو ډېزاینونو دي، چې د افغان مېرمنو لاسي ګنډ هم په‌کې شته.

د اریانا په نامه جامې، چې په ترکي ډېزاینونه دي، د افغان مېرمنو لاسي کار هم پرې شوی، چمتو شوې دي.

یوې ګنډونکې فرزانې روشن‌دل ویلي:«کله چې خپل تولیدات ولرو، نو ولې بهرني تولیدات راوغواړو. زه ډېره خوشاله یم او له دولته غواړم، چې موږ ته اسانتیاوې برابرې کړي، چې ښه کار ولرو.»

اریانا سعید او همکارانو یې د اریانا په نامه د جامو د تولید پر مرکز او پلورنځي شاوخوا یو کال کار کړی دی.

اریانا سعید ویلي:«یوه برخه کار نارینه او یوه برخه ښځې مخې ته وړي. کومې جامې چې زه جوړوم، ډېر پام مو پر دې ټول دی، چې د دې تر څنګ چې موډرنې جامې به وي، د افغان کلتور یوه نښه به هم لري. داسې مېرمنې شته، چې د هغوی د ګل‌دوزۍ او لاسي‌کار هنر نه ګټه واخلو.»

اوسمهال د اریانا د جامو د تولید ځای او پلورنځي کې لس تنه نارینه او ښځې کار کوي. شیلا احمدې یوه له دغو کسانو ده. هغې ویلي:«اریاناجانې غوره جامې برابرې کړې دي. افغانستان کې چې اوسنیو شرایطو کې ښځې پانګونه کوي او نورو ښځو ته د کار اسانتیا برابروي دا لوی کار دی.»

اریانا سعید د اریانا په نامه د جامو پلورنځی په داسې معیارونو جوړ کړی، چې غواړي د نړۍ په کچه پېرېدونکي ولري.

شریک یي کړئ