Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان او پاکستاني هوایي ځواک لانجه

طلوع‌نیوز ته سرچینو نن (جمعه د چنګاښ په ۲۵ مه) وویل، چې د پاکستان د هوايي‌ځواک د دفاع برخې، د خبرداري له‌کبله، پرون په سپین بولدک کې د طالبانو پر مرکزونو، د افغان‌ هوایي‌ځواک د درېیو (اې ۲۹) الوتکو عملیات لغوه شوي دي.

حکومتي سرچینو، له یوه افغان‌ پېلوټ سره، د پاکستان د هوایي‌ځواک د خبرو یو غږ طلوع‌نیوز سره شریک کړی، چې ښيي، پاکستاني نظامیانو، د افغان هوايي‌ځواک الوتکو ته خبرداری ورکوي، چې پولې ته نږدې نه‌شي.

خو یو افغان پوځي چارواکي په یو غږیز پیغام کې ادعا کړې، چې د پاکستان هوايي‌ځواکونو، افغان اردو ته خبرداری ورکړی، چې سپین بولدک او چمن کې د صفري کرښې ۱۸ کیلومټرۍ ته نږدې نه‌شي.

دغې سرچینې ویلي، چې د افغانستان جنګي الوتکې د پاکستان د هوایي‌ځواک د دفاعي سیسټم پر وړاندې د مقاومت وس نه‌لرلو له‌کبله، عملیات و نه‌کړای شول او بېرته راستنېدو ته اړوتې دي.

په همدې حال کې د هوایي پوځي چارو یوه شنوونکي ویلي، چې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ، د هېوادونو جنګي الوتکې باید د سمندري پولو تر لسو مایلو چې شاوخوا ۱۸ نیم کیلومټره کېږي، نږدې نه‌شي.

بل‌خوا تېره شپه، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر ټویټر لیکلي، چې د کرښې په ۱۰ کیلومټرۍ کې د پاکستان هوایي‌ځواک، افغان‌ هوایي‌ځواک ته خبرداری ورکړی، چې بېرته ستانه شي او راکټي برید دې نه کوي.

ښاغلي صالح لیکلي، چې دا ښيي، طالبان د پاکستان ګټو ته جګړه کوي او د افغانستان د هویت او تاریخ خلاف روزل شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې هکله څه‌ نه‌دي ویلي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح هغه خبرې رد کړي، چې ګنې د پاکستان پوځ سپین بولدک کې د افغان هوايي ځواک د اقدام خبرداری ورکړی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان قلمرو کې د خپلو نظامیانو او خلکو ساتنې لپاره د لازمو اقداماتو  تیاری لري، خو افغان هوايي‌ځواک ته یې څه نه‌دي ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستان؛ د افغانستان په خاوره کې د افغانستان د حکومت اقدامات مني، خو دغسې څرګندونې د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ټکنۍ کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه