Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ځینې افغان‌سیاستوال طالبانو سره خبرو لپاره دوحې ته روان شول

د افغان‌سیاستوالو شاوخوا ۱۰ تنه، نن د جمعې پر ماسپښین له کابله دوحې ته روان شول، چې طالب پلاوي سره خبرې وکړي. دا پلاوی داسې مهال قطر ته لاړ، چې افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالي زور اخېستی دی.

د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د پخواني ولسمشر مرستیال محمد کریم خلیلي، عطاء محمد نور، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی، عبدالسلام رحیمي، فاطمه ګیلاني او د سولې په چارو کې د دولت وزارت وزیر سید سعادت منصور نادري په هغو لسو کسانو کې دي، چې دوحې ته لاړل.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دې پلاوي سره، د حامد کرزي تر نړۍوال هوایي ډګره ملتیا وکړه او هوایي ډګر کې یې، عبدالله عبدالله سره یوځای خبریالانو ته لنډې خبرې هم وکړې.

ښاغلي کرزي وویل، چې دا پلاوی یو باوري پلاوی دی او طالبانو سره به خبرې وکړي.

پخواني ولسمشر وویل، په پلاوي کې معزز شخصیتونه دي، چې په دوحه کې به طالبانو سره بحثونه وکړي.

په همدې حال کې د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله وویل، دا پلاوی چې ټول‌ګډونه دی، له طالب پلاوي سره کتنه کې به د ټول افغانستان استازولي وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل، په بېلابېلو سیمو کې د افغان‌ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو سره سره، باور لري، چې لا هم د سولې فرصت شته.

د مصالحې شورا مشر وویل، طالبانو سره کتووونکی پلاوی یو باوري پلاوی دی.

د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله وویل، دا پلاوی چې ټول‌ګډونه دی، له طالب پلاوي سره کتنه کې به د ټول افغانستان استازولي وکړي.

Thumbnail

د افغان‌سیاستوالو شاوخوا ۱۰ تنه، نن د جمعې پر ماسپښین له کابله دوحې ته روان شول، چې طالب پلاوي سره خبرې وکړي. دا پلاوی داسې مهال قطر ته لاړ، چې افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالي زور اخېستی دی.

د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د پخواني ولسمشر مرستیال محمد کریم خلیلي، عطاء محمد نور، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی، عبدالسلام رحیمي، فاطمه ګیلاني او د سولې په چارو کې د دولت وزارت وزیر سید سعادت منصور نادري په هغو لسو کسانو کې دي، چې دوحې ته لاړل.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دې پلاوي سره، د حامد کرزي تر نړۍوال هوایي ډګره ملتیا وکړه او هوایي ډګر کې یې، عبدالله عبدالله سره یوځای خبریالانو ته لنډې خبرې هم وکړې.

ښاغلي کرزي وویل، چې دا پلاوی یو باوري پلاوی دی او طالبانو سره به خبرې وکړي.

پخواني ولسمشر وویل، په پلاوي کې معزز شخصیتونه دي، چې په دوحه کې به طالبانو سره بحثونه وکړي.

په همدې حال کې د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله وویل، دا پلاوی چې ټول‌ګډونه دی، له طالب پلاوي سره کتنه کې به د ټول افغانستان استازولي وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل، په بېلابېلو سیمو کې د افغان‌ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو سره سره، باور لري، چې لا هم د سولې فرصت شته.

د مصالحې شورا مشر وویل، طالبانو سره کتووونکی پلاوی یو باوري پلاوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه