د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغانځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو په دوام، افغان حکومت وایي، چې (نن جمعه د چنګاښ په ۲۵ مه) یې، د بامیانو ولایت، سیغان او کُهمرد او د نیمروز ولایت چخانسور ولسوالي یې له طالبانو بېرته نیولې دي.
د بامیانو والي طاهر زُهیر ویلي:«ترسره شویو عملیاتو کې، نن سهار امنیتي ځواکونو ګهیځ مهال، ولسوالي بېرته ونیوله او ملي جنډه بېرته پورته شوه.»
ملي دفاع وزارت وایي، پر ښارونو د طالبانو د بریدونو ځواب ویلو او دغه راز د ولسوالیو د بېرته نیولو عملیات روان دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند روحالله احمدزی وایي:«د دوښمن تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو لپاره، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات په چټکۍ روان دي.»
طالبانو بیا ادعا کړې، چې د جوزجان مرکز شبرغان ښار ته ننوتي، خو ځایي چارواکي وایي د طالبانو بریدونو ته یې ځواب ورکړی دی.
د شبرغان ښار یوه اوسېدونکي جانمحمد ویلي:«امنیتي حالت خراب دی. هټۍ تړلې دي او ښار کې وېره خپره ده.»
د جوزجان امنیه قوماندان خواجه جیلاني ابوبکر ویلي:«خلک کوڅه په کوڅه راوتلي او وسلهوال شوي – هېڅ ستونزه نهشته.»
د تخار مرکز تالقانو کې هم پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودل شوې ده.
تخار کې د ولسي پاڅونوالو یوه قوماندان پیرمحمد خاکستار ویلي:«موږ پر حقه یوو. وطن زموږ دی. انشاءالله موږ به بریالي یوو.»
د تخار والي عبدالله قرلق ویلي:«ټولو بریدونو ته یې ځواب ویل شوی. اوسمهال مو له امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو سره یوځای سنګر نیولی. »
بلخوا طلوعنیوز ته سرچینو ویلي، چې پرون، د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې، د افغانځواکونو هواي برید کې ۱۰ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي، خو حکومت دا ادعا رد کړې ده.
له دې ټولو سره، په کندوز کې ماین چاودنه کې یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.
رپوټونه دي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۰ تنه ملکيان او نظامیان وژل شوي، خو دفاع وزارت وایي، تېره یوه شپه او ورځ کې ۲۰۸ تنه طالبان وژل شوي او ۱۵۳ تنه نور ټپیان دي. هغه څه چې طالبان یې نهمني.