Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوحه کې د جمهوریت او طالبانو د پلاوو د غونډې پیل

نن (شنبه د چنګاښ په ۲۶ مه) تر غرمې مخکې، په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د پلاوو غونډه پیل شوه.

د جمهوریت د پلاوي مشري عبدالله عبدالله او د طالبانو د پلاوي مشري ملا عبدالغني برادر کوي.

په پام کې ده، چې دواړه لوري به یو بل ته، د سولې او د کشالې حل لپاره خپل وړاندیزونه یو بل سره شریک او په تړاو یې خبرې وکړي.

د جمهوریت له لوري، یو ۱۰ کسیز پلاوي پرون جمعه، له کابل دوحې ته تللی.

په پام کې وه، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د جهوریت پلاوي کې وي، خو ښاغلي کرزي ویلي، په دې پړاو کې یې لازمه وګڼله، چې د پلاوي مشري عبدالله عبدالله وکړي.

تر دې وړاندې، د سرچینو په حواله خپور شوي لېسټ کې د بېلابېلو سیاستوالو نومونه راغلي وو، خو پرون، عبدالله عبدالله، محمد کریم خلیلي، عطاء محمد نور، سید سعادت منصور نادري او باتور دوستم له کابل نه، دوحې ته لاړل.

ښاغلي عبدالله په هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي ځینې غړي به هم دې پلاوي سره دوحه کې مله شي او طالبانو سره غونډه کې به وي.

ښاغلي عبدالله دا هم ویلي، چې دا پلاوی پوره واک لري او ټول‌ګډونه دی او تمه ده چې طالبانو سره به یې خبرې ښه نتیجه ولري.

په پام کې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو پلاوي پر افغان سوله خبرې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه