Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې جګړې څه باندې ۲۲ زره کورنۍ بې ځایه کړي

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د شمېرو پربنسټ، په دغه ولایت کې د وروستیو نښتو په پایله کې څه باندې ۲۲ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې دي.

د کندهار ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو مسوولین وايي چې بې ځایه شوې کورنۍ په بد وضعیت کې ژوند کوي او بشري مرستو ته اړتیا لري.

ډېری دغه بې ځایه شوې کورنۍ سرپناه نه لري او د سانتي ګراد په څه باندې ۴۰ درجې تودوخه کې په ازاد فضا کې ژوند کوي.

د مونیکا کورنۍ یوه له دغو بې ځایه شویو کورنیو څخه ده چې له پنجوايي ولسوالۍ کندهار ښار ته یې پناه راوړې ده. مونیکا چې خاوند یې په پنجوايي ولسوالۍ کې وژل شوی دی، له خپلو څلورو ماشومانو سره د ژوندي پاتې کېدو په پار کندهار ښار ته راغلې ده:«جګړه وشوه او موږ له خپلو کورونو وتښتېدو؛ اوس دلته راغلي یوو.»

بسم الله چې د کندهار جګړې یو بل ځایه شوی دی هغه وايي چې تراوسه یې د جګړې له امله خپل مېنه دوه ځلې پرېښې ده او اوس یې دوه لوڼې ټپيانې شوي او په روغتون کې دي:«حتا د اغوښتو لپاره مې جانې نه لرلې. دا جامې مې چې په ځان کې دي له بل چا څخه اخیستې دي. دوې لوڼې مې ټپيانې شوې دي او په روغتون کې دي.»

بلخوا ډنډ د کندهار سټراټېژیکه ولسوالۍ تېره ورځ د طالبانو له خوا ونیول شوه او طالبان د کندهار ښار په پنځو حوزو کې هم له امنیتي ځاکونو سره ښکېل دي.

د کندهار د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د جګړې له امله کابو ۲۰۰ ولسي وګړي ټپيان شوي او ۲۲ تنه نور وژل شوي دي.

په کندهار کې د وروستیو نښتو یو له ټپیانو ګران اغا دی هغه وايي چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د جګړې له امله د کورنۍ اته غړي یې ټپيان شوي دي:«موږ غواړو چې افغانستان ته سوله راشي، ارامي راشي؛ له جګړې ډېر ستومانه شوي یوو.»

د کندهار له ۱۶ ولسوالو، ۱۴ هغه یې د طالبانو په لاس کې دي. د دې سربېره طالبان د کندهار ښار په پنځو حوزو کې هم حضور لري. 

شریک یي کړئ