Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له عمران خان سره د ولسمشر غني لفظي شخړې غبرګونونه راپارولي

د ولسمشر غني او د پاکستان د لومړي وزیر تر منځ لفظي شخړې غبرګونونه راپارولي دي.

د چارو یو شمېر شنونکي د افغانستان په جګړه او سوله کې د پاکستان پر رول له ټينګار سربېره په افغانستان کې د روانې جګړې د پایته رسېدو لپاره اصلي حل لار د دواړو هېوادونو تر منځ خبرې په ګوته کوي؛ خو یو شمېر نور بیا پر دې باور دي چې، اسلام اباد هېڅکله هم له کابل سره رېښتینی نه و.

ولسمشرغني د سوېلي او منځني آسیا د سیمه ییز اتصال په غونډه کې چې په ازبیکستان کې جوړه شوې وه، په افغانستان کې د وروستیو تاوتریخوالو په تړاو پر پاکستان نیوکه وکړه:«د پاکستان د لومړي وزیر او د هغه د جنرالانو د مکررو تضمینونو پر خلاف چې، پاکستان پر افغانستان د طالبانو واکمني د اسلام اباد په ګټه نه بولي او دا چې، د خبرو مېز ته د طالبانو د راکاږلو لپاره له خپل نفوذه په جدي توګه کار اخلي د طالبانو ملاتړې شبکې او سازمانونه په ښکاره د افغانستان د خلکو او حکومت د ملي شتمنیو د ورانېدو له امله جشن نیسي.»

خو د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په همدې غونډه کې د افغانستان د ولسمشر خبرې رد کړې:«زه تاسو ته په ښکاره ویلای شم چې هېڅ بل هېواد د مذاکراتو مېز ته د طالبانو د حاضرولو لپاره تر پاکستان ډېرې هڅې نه دي کړي. موږ د طالبانو پر وړاندې له پوځي اقدام پرته نورې ټولې هڅې کړې دي څو هغوی د خبرو مېز او په افغانستان کې د سولې یوې موافقې ته راوکاږو. د هغه څه په تړاو د پاکستان ګرم بلل چې اوس په پاکستان کې روان دي، ډېر غیرمنصفانه دي.»

افغان او پاکستاني چارواکي په داسې حال کې پر یو بل تازه نیوکې کوی چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې جګړې روانې دي او ورسره جوخت د سولې خبرې هم له سره پېل شوې دي. هغه هم په داسې وضعیت چې په افغانستان کې هم په جګړې او هم په سوله کې د پاکستان د پام وړ رول خبره کېږي.

د ولسي جرګې غړی ابدال‌الله محمدي وايي:«پاکستان تراوسه خپله زړه سواندې او واقع بینانه همکاري نه ده کړې؛ ځکه چې د دغو همکاریو تر شا پاکستان خپله ګټه لري؛ تر هغې چې کټې یې ترلاسه نه شي افغانستان ته اجازه نه ورکوي چې د امنیت او ارامۍ په لور ولاړ شي.»

د پوهنتون استاد حکمت‌الله شهباز هم وویل:«په ملګرو ملتونو سازمان کې، امریکا، انګلیس او ټول هغه هېوادوونه چې په دغه سازمان کې دایمي غړیتوب لري، هغو هېوادونو ته مراجعه وشي او د افغانستان کشاله دې په نړۍواله کچه حل شي. یعنې هغه ستونزي چې د دغو دوو هېوادونو ترمنځ رامنځته کېږي، باید پر دې د ملګرو ملتونو سازمان او نړۍواله ټولنه بحث وکړي.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکو هم چې له رسنیو د اشرف غني او عمران خان خبرې اورېدلي دي، په دې باور دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې تل له لوړو او ژورو سره مخ پاتې شوې دي.

د کابل اوسېدونکي نصیر احمد ناصري په دې هکله څرګنده کړه:«ښه ده چې په اوسنیو شرایطو کې، د دواړو هېوادونو مشران په افغانستان کې د سولې د راتګ په هکله کار وکړي.»

د کابل او اسلام آباد ترمنځ  ترینګلتیاوې اوږده مخینه لري. په تېره یوه لسیزه کې په ځلونو له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان د سولې د هڅو په چاره کې د پاکستان پر همکارۍ نه کولو د افغان چارواکو نیوکو پاکستاني چارواکي راپارولي دي او دواړو لورو له  یو بل سره لفظي شخړې کړې دي.

ولسمشرغني د سوېلي او منځني آسیا د سیمه ییز اتصال په غونډه کې چې په ازبیکستان کې جوړه شوې وه، په افغانستان کې د وروستیو تاوتریخوالو په تړاو پر پاکستان نیوکه وکړه.

شریک یي کړئ