Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سلسلې علي خېل تښتول کېدو غبرګون کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون

د پلازمینې یو شمېر اوسېدونکو او مدني فعالانو په پاکستان کې د افغانستان د سفیر د لور د تښتول کېدو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان د سفارت په مخ کې اعتراض وکړ.

معترضان د دغې پېښې د جدي څېړنې غوښتونکي دي.

معترضه ماریا طوطاخېل وايي:«په داسې یوه وضعیت کې، پر یوې افغان نجلۍ دا ډول تشدد کول، په خپله ظلم دی! موږ د دې غوښتونکی یوو چې افغان دولت باید د دغې پېښې پوښتنه وکړي.» 

بله معترضه زینب تره کې هم څرګندوي:«په داسې حال کې چې په اسلام اباد کې د ټولو ډپیلوماټانو او د هغوی د کورنیو امنیت تامین شوی او حتا ورته کمرې لګول شوې دي؛ نو ولې د افغانستان سفارت، د افغانستان سفیر او د هغه کورنۍ خوندي نه دي.»

تېره ورځ په پاکستان کې د افغانستان سفیر د خپل ټوېټر پرپاڼه ولیکل چې د ده لور سلسله علي خېل په اسلام آباد کې څو ساعته تښتول شوې او شکنجه شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو  وزارت هم اعلان کړی دی چې د دې پېښې په تړاو یې په افغانستان کې د پاکستان سفیر احضار کړی او د دې پېښې د عاملانو د پېژندلو او نیولو غوښتنه یې کړې ده.

څو ساعته وروسته بیا پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړ چې د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ته ۴۸ ساعته ضرب الاجل ټاکلی چې د سلسلې علي خېل د تښتولو او ربړولو عاملان پيدا او ونیسي.

دغې پېښې د سیاسي فعالانو او د ولسي جرګې د غړو غبرګونونه هم راپارولي دي.

سیاسي فعال فهیم کوهدامني وايي:«په تېر کې یې هم زموږ د سفارت پر حریم تېری کړی و یا دا چې زموږ کونسل یې د پېښور په لار کې اختطاف کړ، اوس مو هم ولیدل چې زموږ د سفیر لور یې اختطاف کړه.»

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل هم وویل:«د پاکستان حکومت واقعاً باید دا موضوع جدي وګڼي، ځکه چې د افغانستان ټول خلک له دغې موضوع ناراحته دي او اندېښمن دي چې دننه په افغانستان کې د پاکستان استخباراتي عوامل ولې داسې بې شرمانه حرکات کوي - حتا په پاکستان کې زموږ ډپيلوماټانو ته هم زیان رسوي.» 

د رپوټونو له مخې سلسله علي خېل د اسلام آباد په یوه بازار د توکو له پېرلو وروسته بېرته کورته روانه وه چې وتښتول شوه. ویل کېږي چې دوو تنو په یوه موترسایکل سره د افغانستان د سفیر لور وتښتوله او نوموړی چې بې هوښه شوې وه، څو ساعته وروسته یې چې سترګې پرانیستې د اسلام په یوې سیمه کې یوازې پرېښودل شوې وه.

د دغې ځوانې نجلۍ پلار پر خپل ټوټېر لیکلي دي چې سلسله د تښتوونکو له لوري د ډېرې شکنجې له امله تر درملنې لاندې ده او  اوس مهال یې وضعیت ښه دی.

له دې سره سم، د امنیتي او دفاعي بنسټونو ویاند اجمل عمر شینواری د دغې پېښې د رامنځته کېدو لامل د پاکستان د امنیتي بنسټونو کمزورتیا ګڼي:«هغوی نه یوازې د افغانستان په هکله بلکې د ټولې نړۍ په هکله مسوولیت لري چې دې ته ځواب ورکړي چې دوی ولې د دغې موضوع په هکله بې وسې وو.»
 
تېره ورځ په پاکستان کې د افغانستان سفیر د خپل ټوېټر پرپاڼه ولیکل چې د ده لور سلسله علي خېل په اسلام آباد کې څو ساعته تښتول شوې او ربړول شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه