ملګرو ملتونو سره همکار او مرستندوی بنسټونه وایي، چې کندوز کې د تېرې یوې میاشتې جګړې په ترڅ کې، شاوخوا ۵۰۰ ملکي کسان یا معلول شوي او یا هم سخت خوږ شوي.
دا معلومات د جون میاشتې له ۱۱ مې د جولاي میاشتې تر ۱۷ مې دي، چې ښيي دغو کسانو کې اکثره یې ماشومان دي، چې په پښو یا لاسونو معلول شوي او یا هم سخت خوږ شوي.
د معلوماتو پر بنسټو دغه جګړهځپلي ماشومان له رواني اړخه هم ښه نهدي.
د ملګرو ملتونو د کورډېډ موسسې مسوول عصمتالله هوتک ویي:«دا زیاتره هغه ماشومان یا زلمیان دي چې لاسونه یا پښې یې جګړه کې پرې شوي او یا یې پر سر او وجود چرې لګېدلي دي.»
په دې هکله د کندوز ولایت سرپرست نجیبالله عمرخېل ویلي:« ۳۱۵ کورنیو سره مرسته شوې. هر یوې سره ۲۶ زره او ۶۰۰ افغانۍ مرسته شوې، نورې کورنۍ چې پاتې دي، هغوی هم سروې کېږي.»
کندوز کې د وروسیتو څو کلونو جګړې بېځایه شویو، یوه اعتراضي غونډه کې د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتي چې تاوتریخوالی بس کړي.
یوې کندوزۍ بېځایه شوې شریفې ویلي:«دې وروستیو جنګونو کې موږ درې ځل کډوال شوي یوو. زموږ څلور کسان ټپیان دي. څلور واړه ټپیان کور په کور ګرځوم.»
نقیبالله یو بل بېځایه شوی دی. هغه ویلي:«همدې جګړو کې ژوبل شوم. یوه نیمه میاشت وشوه. موږ سوله غواړو- له جګړې ستړي یوو.»
هېواد کې د تېرو څو اوونیو جګړو د کندزو د خلکو په څېر عام خلک کړولي او ځورولي دي. کندزو کې د وروستیو جګړو د بېځایه شویو کورنیو شمېر څه باندې ۱۲ زره دی.