Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نور: د دوحې غونډه کې د طالبانو په غوښتنو توافق و نه‌شو

دې وروستیو کې دوحې ته تللي ځیو سیاستوالو کې یو عطاء محمد نور و، چې وایي، طالبانو د اوو زرو نورو طالب بندیانو د ازادولو او د تور لېسټ نه، د دوی د مشرانو د نومونو لېرې کولو غوښتنه وکړه، چې توافق پرې و نه شو.

د ښاغلي نور په وینا، د جمهوریت پلاوي په لانجمنو مسایلو کې ډېر انعطاف وښود، خو طالبانو ویل، چې د باور جوړونې یوازینۍ لار داده چې اوه زره نور بندیان یې ازاد شي او د مشرانو نومونه یې تور لېسټ نه لېرې شي.

عطاء محمد نور ویلي:«باور جوړونه، په واک کې ګډون او یا سیاسي ګډون سره هم کېدلی شي. د بلې هرې لارې نه مو باور جوړونه کولی شوه، خو له بده مرغه دا کار و نه شو.»

ښاغلی نور وایي، که څه هم د مذاکراتو پر دوام، د خلکو د مال او ځان او زېربناوو ساتنه او د طالبانو کنټرول لاندې سیمو ته د مرستندویانو ورتګ ته په اجازه توافق شوی، خو د باور جوړونې، پر اساسي قانون د بیاغور او واک کې د ګډون کمېسیونونو په جوړولو سلا و نه شوه.

ښاغلي نور ویلي:«په دې هیله چې یوه ورځ مقابل لوری رابیداره شي او پوه شي، چې جګړه حل لاره نه‌ده او سوله کې د ټولو ګټه ده.»

عام خلک وایي، د دوحې له دوه ورځنۍ خبرو چې یې څه تمه وه، هغسې و نه شول.

بل‌خوا ولسمشر غني چې پرون هرات ته تللی وو، هلته یې وینا کې ویلي، طالبانو له پاکستان سره د دېورنډ کرښې، اوبو، کانونو او امنیتي ځواکونو په هکله پټې ژمنې کړې دي. ولسمشر غني ویلي، طالبانو شاوخوا ۱۴۰ جوماتونه ویجاړ کړي دي، خو طالبان دا نه مني.

ولسمشر غني ویلي:«د افغانستان پر اوبو مو څه معامله کړې؟ د افغانستان پر کانونو مو څه معامله کړې؟ د افغانستان په دفاعي او امنیتي ځواکونو مو څه شان معامله کړې؟ په ډېورنډ کرښه مو څه معامله کړې؟»

ولسمشر غني ویلي، طالبان د حکومت تسلیمي غواړي، هغه څه چې د ولسمشر په وینا عملي به نه‌شي.

ولسمشر غني ټینګار کړی، چې د ښځو په حقونو به هم معامله و نه‌شي او دا اجازه هم چاته نه ورکوي، چې بیاځلې هېواد ته د بهرنیو ځواکونو د راتلو زمینه برابره کړي.

ولسمشر غني ویلي:«بهرنیانو ته ما وویل، چې په مخه مو ښه. یوه کلمه مو له خپل ولسمشره اورېدلې، چې ویلي یې وي، دوی دې پاتې شي؟ ومې ویل، په مخه مو ښه. خدا مو مل – خدای مو دې مل وي.»

ولسمشر غني داسې مهال هرات کې ته سفر کړی وو، چې د هرات له ۱۹ ولسوالیو ۱۷ یې د طالبانو په کنټرول کې دي او دغه راز، د اسلام‌کلا او او تورغونډۍ بندرونه هم دغې ډلې ولکه کړې دي.

د ښاغلي نور په وینا، طالبان د باور جوړونې لپاره، د اوو زرو نورو طالب بندیانو ازادول او د تور لېسټ نه، د دوی د مشرانو د نومولو لېرې کول د دوی یوازینۍ غوښتنې بولي.

شریک یي کړئ