د جوبایډن د حکومت له پیل راوروسته په لومړي ځل یو بندي، روانه اوونۍ کې د ګوانتانامو له زندانه ازاد شوی، چې د پاتې نورو ۳۹ بندیانو د برخلیک په هکله یې پوښتنې راولاړې کړې دي.
عبداللطیف ناصر له زندانه تر ازادولو وروسته مراکش ته استول شوی دی، چې افغانستان کې القاعدې سره د اړیکې په تور نیول شوی و.
اوس د پاتې بندیانو مدافع وکیلان وایي، د افغانستان جګړه ختمه شوې او باید موکیلان یې ازاد شي.
د برېټانیا سکاي نیوز شبکې خپل یوه رپوټ کې ویلي، چې د دغو پاتې بندیانو د برخلیک په هکله پوښتنې راولاړې شوې دي.
عبداللطیف ناصر ۱۹ کاله د ګوانتانامو په زندان کې تېرې کړي، خو پرته له محکمې.
اوس د ګوانتانامو زندان د یوه بل زنداني عبدالهادي العراقي مدافع وکیل وایي، چې موکل یې باید خوشې شي.
العراقي ۱۵ کاله وړاندې په دې تور نیول شوی و، چې د القاعدې یو قوماندان و او افغانستان کې یې خونړي بریدونه پلان کړي وو.
د ګوانتانامو زندان د یوه بندي مدافع وکیلې سوزان هنسلر ویلي:«په دې اوسني وضعیت کې باید د افغانستان د جګړې یوازینی ځای د ګوانتانامو زندان نه وي. زما موکل باید خپل هېواد ته ولېږل شي»
درېیم یا خپل هېواد ته د ګوانتانامو د زندان د بندیانو لېږل، د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د حکومت پروګرام و، چې ناکام او نیمګړی پروګرام یادېږي.
یوه اصلي ستونزه دغو بندیانو ته د بل ځای موندلو موضوع وه.
د ګوانتانامو یو پخواني قاضي عمر العشماوي ویلي:«که د امریکا نیت دا و چې ژر او عادلانه محکمې وشي، خو دا کار چې خلک په پنجرو کې واچوئ او ګونجي یې ګوزار کړئ، نو دا خو تېروتنه وه.»
د امریکا بل پخواني ولسمشر جورج بوش ویلي وو، چې د ګوانتانامو د زندان جوړولو اصلي موخه دا وه، چې په ترهګرۍ تورن کسان خوندي محاکمه شي. خو افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت ختمېدو ته په پام او دا چې اکثره بندیان افغانستان کې دي، د ګوانتانامو د زندان د بندیانو ازادولو غوښتنې ډېرې شوې دي.
د یوه زنداني مدافع وکیلې سوزان هنسلر ویلي:« دا د افغانستان د جګړې اړوند قضیه ده، خو ولسمشر بایډن یوه اوونۍ وړاندې وویل چې د افغانستان جګړه ختمه شوې ده.»
د ګوانتانامو زندان بندیانو ته شکنجې ورکول یو اصلي تور دی، چې پوځي محکمو پر دې چاره نیوکه کړې ده.
د بشري حقونو مدافع ډلو ویلي، په ۲۰۰۱ کال کې د جورج بوش حکومت له خوا د دې زندان جوړول تېروتنه وه/ده.
د ګوانتانامو د سمندري اډې قوماندان سامویل وایټ ویلي:« دا ودانۍ د تېرو سلو کالو راهیسې وې. دا چې د یوه زندان په توګه لیدل کېږي، د درک وړ خبره ده، دا د دغو ودانیو یوازینۍ کړنه نهده.»
د امریکا حکومت وایي، د ګوانتانامو زندان د بندیانو د شمېر کمولو ته قانوني لارې او په ورته وخت کې د امریکا د خوندي کولو هڅه کوي.
سپینه ماڼۍ وایي، د ګوانتانامو زندان د وروستي بندي ازادولو لپاره پر ټولو لارو کار کوي.