Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر غني:طالبان له القاعده، جیش محمد او طیبه لښکر سره اړیکه لري

ولسمشر غني نن (چهارشنبه د چنګاښ په ۳۰ مه) په کابل کې، د ځانګړو عملیاتو قول اردو کې ویلي، چې د افغانستان دولت او ملت به چاته اجازه ور نه کړي چې افغانستان بیا د ترهګرو په پټنځای بدل کړي.

ولسمشر غني کومانډو ځواکونو ته ډاډ ورکړی چې طالبانو سره مبارزې لپاره چې هر څه ته اړتیا وي ورته به برابر شي.

ولسمشر غني زیاته کړې:«زموږ د ارادې بنسټ د افغانستان ازادۍ، برابرۍ او د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو ساتل دي. ستاسې د دوښمن نیت تور دی او تاسې دوښمن ته ثابته کړئ، چې ارمانونه یې قبر ته یوسي.»

ولسمشر غني دا هم ویلي چې اوس د افغانستان د اوبو مالکیت خپله افغانستان سره دی او له همدې کبله د افغانستان دوښمنان د غچ اخېستو په هڅه کې دي:.

ولسمشر ویلي:«اوس اوبه او ستراتیژیک موقعیت زموږ خپل دی. له همدې کبله دوښمنان دسیسه جوړوي او د جګړې له لارې غچ اخلي. 

ولسمشر غني زیاته کړې له امنیتي ځواکونو به ناسمه استفاده و نه شي او دې کار ته به اجازه هم ور نه کړي.

ولسمشر ویلي:«دوښمن باید پوه شي چې کله هم نه ورته تسلیمېږو.»

ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې طالبان له القاعده، جیش محمد او طیبه لښکر سره ژورې اړیکې لري او غواړي چې، افغانستان د ترهګرو په خوندي ځای بدل کړي.

شریک یي کړئ