د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست شمېرې دي، چې دغه ولایت کې ۱۷ راډیوګانې، ۹ ټلوېزیونونه، ۴ اژانسونه او ۷ چاپي رسنۍ دي، چې اوس ۶ چاپي رسنۍ بندې دي.
د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې په بلخ کې اوو (۷) چاپي رسنیو فعالیت درلود، چې اوس یې یوازې یوه فعاله ده.
مطیعالله کریمي وایي، اوس یوازې د بیدار په نامه اوونیزه فعاله ده او په وینا یې، د ناامنۍ او مالي ستونزو لهکبله شپږو چاپي رسنیو خپل کارونه بند کړي دي.
ښاغلي کریمي ویلي:«هڅه کوو، چې د بیدار اوونیزه په ورځپاڼه بدل کړو، چې د عدالت غوښتنې غږ خلکو ته ورسوو.»
د بیدار اوونیزې د فعالیت ۱۰۰ کاله کېږي. دا اوونیزه په بلخ کې لومړنۍ دولتي اوونیزه ده، چې یوه مېرمن یې مدیریتوي.
د بیدار اوونیزې مسوولې حُسنیې کاظمي ویلي، چې اوونیزه کې یې سیاسي، ټولنیزې، کلتوري او امنیتي موضوعات خپروي.
اغلې کاظمي ویلي:«بیدار د افغانستان خلق ډېموکراټیک دوره کې فعاله شوې، چې هغه مهال به هره ورځ ۷ زره ګڼې چاپېدلې.»
د بیدار اوونیزه په دري ژبه مطالب لري چې ۱۳۰۰ هـ ل کال کې یې نشرات پیل شوي.
بیدار د طالبانو په وخت کې به اوونۍ کې یو وار چاپېدله خو د طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته په هرو دوو اوونیو کې یو وار چاپېدله او په ۱۳۸۳ کال کې بیا په اوونیزې بدله شوه.
د بیدار ورځپاڼې مسوولې حُسنیې کاظمي ویلي، که څه هم د دوی اوونیزه لوستونکي لري، خو انټرنیټ د لوستونکو شمېر تر پخوا کم کړی دی.
اغلي کاظمي ویلي:« له بده مرغه د اوونیزې لوستونکي کم شوي دي.»
د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست شمېرې دي، چې دغه ولایت کې ۱۷ راډیوګانې، ۹ ټلوېزیونونه، ۴ اژانسونه او ۷ چاپي رسنۍ دي، چې اوس یوازې یوه چاپي رسني فعاله ده او د نوبهار به نوم راډیو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمه کې فعالیت لري.