Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان ځوانانو نوی استازی څه پروګرام لري؟

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان ځوانانو استازی چې اوس اوس په یوې سیالۍ کې کټوونکی شوی دی، وايي چې په خپله لومړني کاري پروګرام کې غواړي چې د سولې په هکله د ځوانانو د لیدلوري د پوښتلو لپاره ځينې ولایتونو ته سفر وکړي.

فواد احمد شهنیار د روانې اوونۍ  په پيل کې د یکشنیې په ورځ (د چنګاښ په ۲۷مه)«ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان ځوانانو د استازي غوراوي» سږني کال په سیالۍ کې ګټوونکی شو.

احمد فیصل عمران، روزیتا سکندري او فواد احمد شهنیار د دغو سیالیو درې وروستي نوماندان وو.

شهنیار د ادارې او تجارت او ژورنالیزم په برخو کې زده کړې، کړې دي او دم ګړۍ د هېواد په یوې رسنۍ کې کار کوي.

هغه وايي چې تل یې د ځوانانو د پرمختګ لپاره هڅې کړې دي او همدارنګه په دوحه کې د سولې له هڅو سره هم مهاله په سولې په برخه کې په خواله رسنیو کې یې کمپاین پیل کړی دی چې د هېواد له بېلابېلو برخو د ځوانانو لیدلوری ترلاسه کړي.

هغه زیاتوي:«د دغې پاڼې له لارې او یا هم د دغه انلاین بهیر له لارې، غواړم چې د خلکو غږ، د خلکو پر حقه غږ چې د سولې لپاره دی، نه یوازې د افغان ملت غوږ ته بلکې د نړۍوالو غوږونو ته ورسوم. یعنې زموږ هیله نه ده، سوله د هر کس مسلم حق دی.»

شهنیار ټنیګار کوي چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان ځوانانو د استازۍ په کار کې به هم سوله ما په لومړیتوب کې وي او غواړم چې په دې برخه کې د هېواد ځينو برخو ته سفر وکړم او د ځوانانو لیدلوري ترلاسه کړم.

هغه زیاتوي:«بیا په ملګرو ملتونو سازمان کې د ځوانانو نظر زما له طریقه د هغوی غوږونو ته رسېږي. همدارنګه د هغو کسانو لپاره چې نه شي کولای په دغه کنفرانسونو کې، په دغو پروګرامونو کې ګډون وکړي، ما یو انلاین کمپاین پيل کړی دی.»

د شهنیار له ملګرو احمد تمیم وايي:«ټول ځوانان د سولې غوښتونکي دي او زه هیله لرم چې همدا پیغام چې ځوانان یې لري، فواد جان دا پيغام راغونډ او وکړای شي نړۍوالو ته یې ورسوي.»

په ملګرو ملتونو سازمان کې به د افغان ځوانانو استازی د یوه کال لپاره به په دغه سازمان کې غړیتوب ولري.
 
شریک یي کړئ