Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د څلور میاشتو وروستیو جګړو ۳۶ زره کورنۍ بې ځایه کړي

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي په تېرو څلورو میاشتو کې شاوخوا ۳۶۰۰۰ کورنۍ د جګړو له امله له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.

دوی اندېښنه لري که جګړه دوام پیدا کړي وېره شته چې دا شمېره لوړه شي.

بلخوا د کندوز څخه بې ځایه شوي کډوال وايي له سختو جګړو له امله یې خپل کورونه پرېښي دي او کابل د کډوالۍ د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي. 

ګل محمد د کندوز ولایت اوسېدونکی دی چې د څو اوونیو راهسې له خپلې کورنۍ سره د جګړو له امله کابل ته راغلی. دی وايي په کندوز کې روانو جګړو ډېری خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي. او ځینې د حکومت او طالبانو ترمنځه روانو جګړو کې په خپلو کورونو کې بند پاتې دي:«مونږ د جګړې له امله بې ځایه شوو. څوک غواړي چې په دې اختر کې له خپله کوره ووځي خو دا جګړه بدبختي ده.»

نه یوازې د کندوز ځیني اوسېدونکي د جګړو له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي بلکې د هېواد هغه ولایتونه چې جګړه په کې توده ده یو شمبر ځايي خلک د سر د خوندیتوب لپاره کابل ته راکډه شوی دي. 

بل بې ځایه شوی کس حسن وايي:«کور او ټوله زنده ګي مو هلته پاتې شوه په یوه جوړه جامو کې راغلی یم د کرایه پسې مې هم قرض کړي دي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وایي د وروستیو جګړو زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو څخه بې ځایه کړي دي خو دوی اندېښنه لري که جګړه همداسې زور واخلي نو ډېری خلک به بې کوره شي.
 
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار سید عبدالباسط انصاري وویل:«د حمل میاشتې راپدېخوا شاوخوا ۳۶۵۰۰ کورنۍ د جګړو له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.»

کندهار، لغمان او کندوز هغه ولایتونو دي چې د جګړو پرمهال ځیني اوسېدونکي یې له خپلو کورونو بې ځابه شوي دي خو د ځینو کډوالو نیوکه دا ده چې حکومت او مرستندویه ادارې د بې ځایه شوو لپاره تدابیر په پام کې نه لري او نه هم له دوی سره تراوسه چا مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ