Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امنیتي ځواکونو د هرات کرخ ولسوالۍ بېرته ولکه کړه

ملي دفاع وزارت د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکوي په داسې حال کې چې ځايي چارواکي د طالبانو لاسته د کونړ د عازي اباد ولسوالۍ د مرکز خبر ورکوي.
                 
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي:«د طالبانو په مورچلو یې ګډ بریدونه ترسره کړل او له نېکه مرغه دغه اتلان وتوانېدل چې ډېر ژر ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیسي.»

د امنیتي ځواکونو د شمېرو پر بنسټ په تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په لسو ولایتونو کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې څه باندې ۱۵۰ طالبان وژل شوي دي، بلخوا طالبان دا ادعا نه ده منلې.

بلخوا په وروستیو اونیو کې په کندوز کې د طالبانو له لوري پراخ بریدونه شوي دي، اوس د پوځ ځانګړي ځواکونه وایي چې په کندوز ښار کې یې څو کلي بېرته نیولي دي.
             
د کندوز امنیه قومندان زبر دست صافی وايي:«د چله مزار، د ملا اسحاق کلی، د تیمور تپې شاوخوا او د میرزا ناصري قبر سیمې، دا سیمې مو فتح کړې دي او دښمن تېښته کړې ده.» 

بل خوا ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کوي چې د نوي امنیتي پلان له مخې له درې تر شپږو میاشتو پورې به په امنیتي وضعیت کې بدلون راشي.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل:«تاسې درې میاشتې مقاومت وکړئ. په شپږو میاشتو کې هغه سوله چې تاسې یې غواړئ راځي او نن طالب د سولې نیت نه لري.»

خو د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره د حکومت نوی پلان څه دی؟

د کورنیو چارو  وزارت د پالیسۍ او سټراټېژۍ مرستیال له طلوع نیوز سره په خبرو کې وایي چې د لویو ښارونو، هوایي ډګرونو او لویو لارو د امنیت ټینګښت او د بندرونو او سټراټېژیکو سیمو بېرته نیول د امنیتي ادارو په لومړیتوبونو کې دي.
                   
د کورنیو چازو وزارت د پالیسۍ او سټراټېژۍ معین نقیب الله فایق زیاتوي:«د زړونو ځواکونه چمتو شوي دي او عمومي افکار وګورئ چې د طالبانو په وړاندې درېدنه ډېره ښيي. ان شاالله د افغانستان هېڅ ښار سقوط نه کوي، بلکې هغه مهمې او سټراټېژيکې ولسوالۍ، بندرونه او لویې لارې به بېرته ازادې شي.»
 
خو طالبان د یوې اعلاميې په خپرېدو سره خبرداری ورکوي که چېرې حکومت پراخ عملیات پېل کړي یوازې به دفاعي حالت کې پاتې نه شي.

د اعلامیې په بله برخه کې پر طالبانو د امریکایي ځواکونو د تېرو دوو ورځو پر بریدونو سخته نیوکه شوې ده او خبرداری ورکړل شوی دی چې دغه بریدونه د دوحې له مواقفې ښکاره سړغړونه ده او دا وړ بریدونه به ناوړه پایلې ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه