Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا پر طالبانو د جدي مذاکراتو غږ کړی

د امریکا له خوا له طالبانو د جدي مذاکراتو دا غوښتنه وروسته له هغې ده، چې طالبانو ویلي، تر هغو پر اوربند توافق نه‌کوي چې افغانستان کې په نوي حکومت توافق نه وي شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې جالینا پورټر ویلي:« موږ له طالبانو غواړو چې د افغانستان راتلونکې لپاره د یوې سیاسي نقشې برابرولو په موخه، جدي مذاکرات وکړي.»

اغلې پورټر دا هم ویلي:«د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ مذاکرات، په افغانستان کې د ۴۰ کلونو جګړې ختمولو او افغانانو ته د سولې راوړلو یوزاینۍ لار ده.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې ویلي، چې نړۍ په افغانستان کې په زور جوړ حکومت نه مني.

اغلې پورټر زیاته کړې:«افغانستان کې د هر دولت مشروعیت او ورسره همکاري، یوزاې په هغه صورت کې امکان لري، چې هغه دولت د اساسي حق نه برخمن وي، وبخښئ اساسي احترام او بشري حقونو نه برخمن وي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې ټينګار کړی، هغو افغانانو سره تاوتریخوالی دې بند شي، چې افغانستان کې یې امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.

اغلې پورټر ویلي:«د طالبانو له‌خوا، افغان‌ژباړونکو او نورورو افغانانو سره د تاوتریخوالي او ظلم وروستي رپوټونه ښيي، چې هغوی بشري حقونو او بشري ژوند ته درناوی نه‌‌کوي. دا هدفي بریدونه، د ودانیو ویجاړول او پر نورو افغانانو بریدونه په کلکه غندوو.»

پرون سي این این ټلوېزیون یو رپوټ خپور کړ، چې طالبانو په مې میاشت کې د امریکایي ځواکونو یو افغان ژباړونکي نه سر پرې کړی دی.

اغلې پورټر ویلي:« طالبان باید هدفي بریدونو نه انکار لپاره د بیانونو له صادرولو ورهاخوا ګام واخلي. که دا د طالبانو سیاست نه وي، نو مشرتابه دې یې دا ظلمونه او د بشري حقونو نقض وغندي.»

تر دې وړاندې د طالبانو یوه ویاند او د مذاکراتي ډلې غړي سهیل شاهین له اسوشټیډپریس سره مرکه کې ویلي، چې طالبان به هله وسلې پر ځمکه کېږدي، چې کابل کې یو ټول‌منلی حکومت جوړ شي او د غني حکومت استعفا وکړي.

امریکا پر طالبانو د جدي مذاکراتو غږ کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ویلي، نړۍ په افغانستان کې په زور جوړ حکومت نه مني.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه