Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مالستان کې جګړې کابو۳۰۰کورنۍ بې ځایه کړي او کابل ته یې پناه راوړې

د طالبانو له خوا د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ د نیولو په لړ کې، په سلګونه کورنۍ اړ شوې دي چې په دغې ولسوالۍ کې خپلې کورنۍ پرېږدي او د هېواد نورو برخو ته پناه یوسي.

له دې منځه د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د جګړې له امله ۳۰۰ بې ځایه شویو کورنیو کابل ته پناه راوړې ده.

دغه ګډوال چې ځینې یې اوسمهال په دوکانونو کې شپې او ورځې تېروي وايي، چې باید جګړه ودرول شي.
دوی وايي چې ټول شته وسایل یې په غزني کې پرېښې دي.

د مالستان د جګړې ډېری بې ځایه شویو د کابل په لوېدیځ کې ژوند کوي او په مالستان کې له ځنډ پرته د جګړې د درېدو غوښتونکي دي.

یوه له دغو بې ځایه شویو شکیلا وايي:«طالبان زموږ په کور کې ځای پر ځای شوي وو. په کړکیو کې هېڅ ښيښې نه وې پاتې. ماشومان او ټولو چغې وهلې. پولیسو له کوڅې او د انګړ له منځه ډزې کولې او طالبانو زموږ د کور له مخې.»

د کابل د لوېدیځ په یوې بلې برخه کې نژدې شل کورنۍ له سرپناه او د ژوندانه له عادي آسانتیاوو پرته شپې ورځې تېروي.

دوی وايي چې خپل هر څه یې له لاسه ورکړي دي.

د مالستان بې ځایه شوې مومنه څرګندوي:«زموږ د کور له سره مرمۍ تېرېدې، راکټ راته؛ ډېر کسان ووژل شول. دوه درې شپې هتله وو، خو ونه توانېدم چې هلته پاتې شو راغلو. اوس پنځلس ورځې کېږي چې خپل کور څخه لېرې یوو.»

د جګړې له امله دغه بې ځایه شوي پوښتې چې ولې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه کې ولسي وګړي قرباني کېږي؟ دوی د جګړو د درېدو او خپلو کورونو ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي.
 
د مالستان د جګړې بې ځایه شوی فېروز وايي:«یو شمېر شهیدان شول، یو شمېر ټپيان کابل ته رسېدلي او ځينې یې چې دوه ورځې مخکې راغلي دي روغ دي.»

د مدني ټولنې غړی صادق صداقت وايي:«د مالستان پېښه په بشپړه توګه یوه بله پېښه ده. په مالستان کې کابو ۷۰ تنه وژل او ټپيان شوي دي.»

دغه کورنۍ د غزني د مالستان ولسوالۍ د بې ځایه شویو یوه برخه ده. دوی وایي چې د مالستان له بېلابېلو سیمو نه نژدې درې سوه کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي دي. مالستان ولسوالۍ تېره اونۍ د طالبانو لاسته ولوېده.
 
د مالستان له بېلابېلو سیمو نه نژدې درې سوه کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي دي. مالستان ولسوالۍ تېره اونۍ د طالبانو لاسته ولوېده.

شریک یي کړئ