Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت په ۳۱ ولایتونو کې د شپې ګرځبندیز لګولی

د طالبانو د بریدونو له امله په ۳۱ ولایتونو کې شپې لخوا پر ګرځېدلو بندیز لګېدلی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه بندیز پرته له کابل، ننګرها او پنجشېر ولایتونو د شپې له ۱۰ بجو د سهار تر ۴ څلور لګېدلی دی.

یاد وزارت وايي، دغه بندیز یې د ملکي وګړو د ترور د مخینوي په موخه وضع کړی دی.

په ورته وخت کې بیا د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په ۲۱ ولایتونو کې جګړه روانه ده.

د اختر د ورځو له پای ته رسېدو وروسته د هېواد په څه باندې شلو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

له دې منځه د جمعې پر شپه افغان ځانګړو ځواکونو د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره له ځمکې او هوا عملیات پېل کړي دي.
             
د ولسي جرګې غړې خدیجه الهام وايي:«که چېرې خدای مه کړه په شا ونه تمبول شي او د نجراب ولسوالۍ ونه نیول شي، کرښه مخته راشي د شوخي سیمې ته راشي او یا هم له هغې مخکې، مرکز او حتا کابل ته یو ستر ګواښ دی.»

د تخار اوسېدونکي هم په تالقان ښار کې وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي.
 
بل خوا ناپېژاندو وسله والو چې د پولیسو یونېفورم یې اغوستی و،د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د پوځ دوه افسران او د دغه ولایت په شکرې درې ولسوالۍ کې پنځه نورکسان وژلي دي.
      
پخوانی نظامي طاهریرغل وویل:«اوس چې حکومت لږ متوجه شوی دی، لا هم وخت کم دی؛ زه فکر نه کوم چې اوس دې ټولې خبرې تر خپل کنټرول لاندې راولي.»
 
په دغه راز وضعیت کې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره له کابل، ننګرهار او پنجشیر پرته په ټولو ولایتونو کې د شپې مهال پر ګرځېدو بندیز لګول شوی دی.
            
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان څرګندوي:«په ډېریو ولایتونو کې د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخ شوي دي او زموږ ځواکونه د هرې ورځې په تېرېدو سره پرمختګ کوي. د هرې ورځې په تېرېدو سره سیمې ازادېږي او د دولتي ځواکونو تر ولکې لاندې کېږي.»

د امنیتي ادارو د شمېرو له مخې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې۲۶۲ طالبان وژل شوي او ۱۷۶ نور ټپیان شوي دي، خو  طالبانو دې ډلې ته د مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا رد کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه بندیز یې د ملکي وګړو د ترور د مخینوي په موخه وضع کړی دی.

شریک یي کړئ