Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینې:په لوړه کچه د سولې پلاوي دویمه غونډه راتلونکې میاشت جوړېږي

په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو د سولې مرکچي پلاويو ته نږدې سرچینې وايي چې د راروانې زیږدیزې میاشتې په لومړیو کې به د افغان حکومت او طالبانو لوړوپوړو چارواکو تر منځ ناسته جوړېږي.

یاده سرچینه وايي، چې تمه کېږي د اګسټ په ۳۱مه د امریکاي ځواکونو د وتلو بهیر له بشپړېدو سره د افغان سولې لپاره یو حل لار رامنځته شي.

د طالبانو پخوانی قومندان سید اکبر اغا په دې هکله وايي:«که چېرې دا ځل واک لرونکي پلاوي ګډون وکړي، زه فکر کوم پایله لرونکي به وي. که چېرې واک لرونکي پلاوي کم ګډون وکړي، کومه پایله به ونه لري.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله چې د لوړې کچې پلاویو په لومړۍ غونډه کې د افغان پلاوي مشري په غاړه لرله وايي چې جګړه د افغانستان حل لار نه ده.

ښاغلي عبدالله له الجریزې سره په مرکه کې ټينګار کړی دی چې د جګړې او د اوسني وضعیت له دوام سره، ډېر هېوادوال به زیان وویني:«هغوی ته ډاډ ورکوم چې جګړه د افغانستان حل لار نه ده. پر پوځي حل لارې ټینګار زموږ د بې ګناه خلکو د قربانۍ د دوام لامل به شي.»

د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د پلاویو ترمنځ مذاکرات لس میاشتې مخکې له امریکا سره د طالبانو د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته پیل شول؛ خو له هغه مهاله تراوسه څو ځلې له بندون سره مخ شوې دي او اوس هم د دواړو لوریو ترمنځ ناستې په ټپه درېدلې دي.

د مذاکراتو له ځنډېدو او ډېر وخت اخیستو سره، په هېواد کې جګړې هم زور اخیستی دی.

د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا ګوند مشر ګل رحمان قاضي وايي:«په هره کچه چې په مذاکراتو کې ځنډ وشي په هماغه اندازه عام خلک زیان ویني او غوره دا ده چې مذاکرات په چټکۍ مخته ولاړ شي.»

د افغان حکومت او طالبانو د لوړپوړو پلاویو لومړنۍ غونډه کې یوه بیانیه صادره شوه چې په هغه کې یوازې د خبرو اترو پر دوام هوکړه شوې وه.

شریک یي کړئ