Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شکر درې اوسېدونکي:طالبانو پر یوه واټ له څار وروسته پنځته تنه ووژل

د کابل د شکردرې ولسوالي د حاجي پیک سیمې اوسېدونکي ادعا لري، چې طالبانو د تېرې جمعې په شپه د یادې سیمې په یو واټ کې تر عملیاتو وروسته څلور نظامیان او د پولیسو د روغتون یو اجیر له ځان سره وړي او تر هغه وروسته یې وژلي دي.

د پوځ سرتېری کمالدین او ورور یې د زابل د امنیه قومندانۍ پولیس بهیرالدین، نیازمحمد پولیس افسر،د پولیسو د ځانګړو ځواکونو افسر رامش او فهیم چې د پولیسو په روغتون کې افسر و او په خپل شپږزره افغانۍ معاش سره د خپلې کورنۍ یوازینۍ ګټیالی و، له شکنجې وروسته وژل شوي دي.
     
د شکر درې اوسېدونکی نادر وايي:«دوی هغه پردي دي چې د پاکستان په لارښونې خپل یو ورور په بې رحمۍ شهیده وي.»

د شکردرې بل اوسېدونکی همایون هم وویل:«څلور، پنځه تنه هغه کسان وو چې د اردو یا پوځي دریشي یې نه لرله، شخصي وو؛ هماغه یې له دې ځایه ونیول او هغې خوا ته یې بوتلل.»

د وژل شویو کسانو ډېری خپلوان او د کورنۍ غړی نه غواړي چې له رسنیو سره خبرې وکړي.

سیدګل محمد د هغه پولیس تره چې په روغتون کې اجیر و په ډېرې سختۍ سره حاضر شو چې په دې هکله له طلوع نیوز سره د پېښې د رامنځته کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړي:«سید محمد رحیم یې پنځه مرمۍ په مخ ویشتلی و او له هغې وروسته مرمۍ یې د ملا په تیر لګېدلی و.»

په شکر دره کې پخوانی ځايي قومندان لطف الله قریشي هم څرګندوي:«د شکر درې په دره کې، طالبان د شکر درې ولسوالۍ په ناصري کليو کې ریښې لري.» 

د سیمې اوسېدونکی مایل آغا وایي چې طالبانو د جمعې په شپه له ده هم پلټنې کړې وایي،څو تنه طالبانو چې له نورو کلیو دلته راغلي وو، شاوخوا دوه ساعته چیک پاینټ جوړکړی و او دولتي کسان یې له ځانه سره بیول:«له اوه نیمو، اته بجې تر لس بجو، دوی (طالبان) دلته وو. هېڅ ارګان او هېڅ چا پر موږ زړه ونه سوزوه. نن یې دا پنځه تنه ووژل. سبا پنځه نور وژني! موږ چېرته ولاړ شو؟»
 
د حاجي بیک سیمې اوسېدونکي نیوکه کوي چې امنیتي ځواکونه د دې پر ځای چې طالبان په هغو کلیو کې چې په څرګنده توګه په کې فعالیت لري، تعقیب کړي، تېره شپه یې د هغو ځایي خلکو کورونه تلاشي کړي چې زیانمن شوي دي.

خو طالبان وایي چې په دې پېښه کې د دې ډلې د لاس لرلو ادعا څېړي او تر هغه وخته چې امنیتي ځواکونه له جګړې لاس وانه خلي خوندي به نه وي.

د سیمې خلک دا کار د بشر پر ضد جنایت ګڼي او حکومت د خلکو د امنیت په ټینګښت کې په بې پروایۍ تورن وي.

شریک یي کړئ