Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مالستان اوسېدونکي: طالبانو د دغې ولسوالۍ له نیولو سره۴۳تنه ووژل

د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ ځينې اوسېدونکو نن یکشنبې په کابل کې یوې خبري ناسته کې له هغه څه چې په دې ورځو کې مالستان کې تېرېږي اندېښنه څرګنده کړه او ادعا یې وکړه چې طالبانو د دغې ولسوالۍ له نیولو سره ۴۳ تنه په ډزو سره وژلي دي.

د مالستان ولسوالۍ کابو لس ورځې مخکې د طالبانو لاس ته ولوېده. له هغه مهاله تراوسه څه باندې ۳۰۰۰ کورنۍ له دغې ولسوالۍ بې ځایه شوي دي.

غزني کې د مدني ټولنې فعاله مینا نادري وايي:«هغوی د خلکو پر کور یرغل وکړ او د مالونو له چور تالان وروسته کورونو ته یې اور ورته کړ. د مالستان ولسوالۍ په مرکز کې، هټۍ یې ویجاړې او چور تالان کړئ.»

د مالستان د جګړې ځينې بې ځایه شوي د کابل په لوېدیځ کې له سرپناه پرته او په ستونزمنو شرایطو کې شپې او ورځې تېروي.

حاجي نادر چې د مالستان د جګړې یو له بې ځایه شویو دی، اوس د خپلې شپاړس کسیزې کورنۍ سرپرست دی. دی وایي چې طالبانو یې لس ورځې وړاندې د رمضان او اسحاق په نومونو دوه زامن چې ۲۹ کلن او ۳۱ کلن وو هغه مهال وویشتل چې غوښتل یې خپلې مېرمنې او بچیان له جګړې وژغوري:«همدا څلوېښت ته ملکیان یې ولې شهیدان کړل؟ دوی په کوم سنګر کې وو؟»
 
د حاجي نادر له دغو دوو ځوانانو نه ځوانې مېرمنې او پنځه ماشومان پاتې دي چې تر ټولو لوی یې اوه کلن دی. د دغو ماشومانو مور وایي چې طالبانو د ماشومانو په مخکې د هغوی د پلرونو لاسونه وتړل او یوه جومات ته نژدې یې وویشتل.

د رمضان علي مېرمن ذلیخا څرګندوي:«له کوره ووتلو او یوې څنډې ته ورسېدو. طالبانو موږ راوګرځولو. دوه تنه یې له موټره کوز کړل او له ځان سره بوتلل. هغوی یې ووژل.»

د وژل شوي اسحاق علي مېرمن جمال هم زیاتوي:«خسر مې تذکرې پسې تللی و. کله چې بېرته راغی یوه تن ورته وویل چې زامنو پسې دې مه ګرځه، طالبانو هغوی شهیدان کړل.» 

په مالستان کې د جګړو له امله بې ځایه شوي وایي چې طالب جنګیالیو پر دې ولسوالۍ له برید وروسته د خلکو له کورونو ډوډۍ راټولوله او اعلان یې کړی و چې تر دې وروسته په دې ولسوالۍ کې له خلکو په تېره بیا ښځو سره د اسلامي امارت د قانون له مخې چلند کېږي.

خو طالبان دغه ادعاوې او د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په وژلو کې خپل لاس لرل ردوي.

شریک یي کړئ