Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینې: دولتي ځواکونه د کونړ له ناړې ولسوالۍ وتلي دي

ځیني سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې افغان ځواکونه د کونړ ولایت د ناړې ولسوالۍ له مرکز څخه وتلي دي او اوس دغه ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده.

ورته مهال په ملي شورا کې د کونړ د خلکو استازي وايي، چې یاده ولسوالۍ د مرستو د نه رسېدلو له امله د طالبانو لاس ته لوېدلي ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم د کونړ ولایت له عازي ولسوالۍ دولتي ځواکونه وتلي وو.

د ولسي جرګې غړی جاوېد صافی وايي:«د ناړې ولسوالۍ له مقاومت پرته تسلیم شوې ده او دا کار د امنیتي او دفاعي بنسټونو په ځانګړې توګه د دفاع وزارت د بې کفایتۍ په پایله کې شوی دی.»

امنتیي چارواکي وایي چې افغان ځواکونه په څورلسو ولایتونو کې له طالبانو سره پر جګړې بوخت دي. د کابل په شمال کې پروان یو له دغو ولایتونو دی.

د پروان ولایت په مرکز چارېکار ښار ځايي چارواکي وايي چې د دغه ښار پر ځينو برخو د طالبانو بریدونه شنډ کړي دي.

د پروان والي فضل الدین عیار وویل:«حتا د طالبانو وسلې، مړي، جسدونه یې پاتې دي. ځينې یې ټپيان شوي او برید یې له ماتې سره مخ شو.»

د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په شورقل او غزني ګګ سیمو کې هم د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
 
په داسې حال کې چې دولتي ځواکونو شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د کاپيسا نجراب ولسوالۍ پرېښوده او دا سیمه د طالبانو لاسته ولوېده،په ولسي جرګه کې د کاپیسا یو شمېر استازو لسګونه ولسي پاڅونوالو ته وسله ورکړه چې د طالبانو پر وړاندې وجنګېږي، خو نجراب ولسوالۍ تر اوسه له طالبانو نه ده نیول شوې.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون رییس میرحیدري افضلي وايي:«دا باید ومنو چې د ولسي پاڅونوالو ترمنځ هم له پخوا ستونزې شته چې هیله من یوو دا ستونزې حل شي.»

په داسې حال کې چې دولتي ځواکونو د تخار له شپاړسو ولسوالیو وتلي دي، دولتي ځواکونه اوس له ولسي پاڅونوالو سره یو ځای د تالقان ښار په شاوخوا کې د طالبانو پر وړاندې جنګېږي.

د تخار د سرحدي لوا قومندان عبداللطیف عمري څرګندوي:«دښمن له قوت سره ووهئ! دښمن کوم دښمن دی؟ څلور تنه پاکستاني او یا هم بهرني دي وې وهئ! ووینئ موږ څومره ځواک یوو.»

بل خوا ملي دفاع وزارت د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره د هڅو خبره کوي او وایي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د جګړو په لړ کې څه باندې ۱۷۰ طالبان وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي:«دولتي ځواکونه په ښه موقعیت کې دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره به طالبانو ته سیمې محدودې شي.»

په تېرو دوه نیمو میاشتو کې کله چې له هېواد نه په رسمي توګه د بهرنیو ځواکونو وتل پېل شول، دولتي ځواکونه له لسګونه ولسوالیو ووتل او دغه سیمې له کومې نښتې پرته د طالبانو لاسته ولوېدې.

شریک یي کړئ