Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: د کاپیسا نجراب کې د طالبانو بریدونو ته ځواب ورکړل شوی

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، چې افغان ځواکونو او ولسي پاڅونوالو نن (سه‌شنبه د زمري په ۵مه) نجراب ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونو ته ځواب ورکړی دی.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند شایق شورش وایي، چې طالبانو د نجراب ولسوالۍ په فروخ‌شاه او کلان درو بریدونو کړي وو.

د شورش په وینا نښته بېګاه ناوخته پیل او د نن سهار تر څلورو بجو وه.

د شورش په وینا، دوه تنه ملکي کسان او څلور تنه ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.

دا تر هغې وروسته چې د کاپیسا پخواني والي محراب‌الدین ساپي پرون دوشنبه وویل، چې په کاپیسا ولایت او ځانګړې توګه نجراب ولسوالۍ کې، د ولسي پاڅونوالو ترمنځ کمزورې همغږي د دې لامل دی، چې طالبانو پر دغې ولسوالۍ ولکه ټینګه کړې.

ښاغلي ساپي ویلي، چې د زیات شمېر طالب وسله‌والو موجودیت، د طالبانو لاس ته د کاپیسا د ځینو ولسوالیو د لوېدو بل لامل دی.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې افغان ځواکونه له نجراب ولسوالۍ ووتل او دا تر هغې وروسته، چې طالبانو لا له وړاندې پر تګاب او اله‌ساي ولسوالیو ولکه ټینګه کړې وه.

په تېرو دوو اوونیو کې د نجراب ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره، د دې ولسوالۍ ځینو سیمو کې نښتې روانې دي، خو تراوسه افغان ځواکونو کوم پرمختګ نه‌دی کړی.

د نښتو له‌کبله د نجراب ولسوالۍ سلګونه خلک له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي.

شاوخوا ۱۱ وړاندې د کاپیسا مرستیال والي عزیز الرحمان تواب په نجراب ولسوالۍ کې طالبانو سره  نښته کې ووژل شو.

تر دې پېښې درې ورځې وروسته، د نجراب ولسوالۍ مهمې سیمې طالبانو لاندې کړې.

د کاپیسا چارواکي وایي، چې دوه تنه ملکي کسان او څلور تنه ولسي پاڅونوال په نښتو کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه