Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د بندي شویو خبریالانو د خلاصون لپاره غوښتنې

کندهار کې د ملي امنیت ځواکونو له لورې د څلورو خبریالانو نیول کېدل غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د ملت غږ راډیو کارکوونکي بسم اله وطندوست، قدرت سلطاني او محب عبیدي او همداراز ځايي تصویر اخیستونکی ثنااله صیام د دوشنبې په ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د ولسي وګړو د مرموزو وژنو د ادعاو په اړه د راپور جوړوولو لپاره هلته تللي وو؛ خو بېرته د راستېندو پر مهال په کندهار ښار کې د څارګرې ملي ادارې د کارکوونکو له لوري نیول شوي دي. 

په کندهار یو شمېر خبریالان د یادو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتونکي دي.

له دې سره سم، د بښنې نړۍوال سازمان او له ازادو رسنیو ملاتړ بنسټونه له دغې پېښې د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې، د دغو خبریالانو نیول کېدل د قانون خلاف دي.

خو کورنیو چارو وزارت وايي، لا هم په کندهار کې له څلورو نیول شویو خبریالانو پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ یا نی بنسټ وايي، دغه خبریالان د ملي امنیت شورا په لارښوونه نیول شوي؛ خو د هغو له نیول کېدو د یوې شپې او ورځې په تېرېدو سره لا هم د هغو برخلیک په اړه مالومات نشته.

د بښنې نړۍوال سازمان او له ازادو رسنیو ملاتړ بنسټونه له دغې پېښې د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې، د دغو خبریالانو نیول کېدل د قانون خلاف دي.

Thumbnail

کندهار کې د ملي امنیت ځواکونو له لورې د څلورو خبریالانو نیول کېدل غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د ملت غږ راډیو کارکوونکي بسم اله وطندوست، قدرت سلطاني او محب عبیدي او همداراز ځايي تصویر اخیستونکی ثنااله صیام د دوشنبې په ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د ولسي وګړو د مرموزو وژنو د ادعاو په اړه د راپور جوړوولو لپاره هلته تللي وو؛ خو بېرته د راستېندو پر مهال په کندهار ښار کې د څارګرې ملي ادارې د کارکوونکو له لوري نیول شوي دي. 

په کندهار یو شمېر خبریالان د یادو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتونکي دي.

له دې سره سم، د بښنې نړۍوال سازمان او له ازادو رسنیو ملاتړ بنسټونه له دغې پېښې د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې، د دغو خبریالانو نیول کېدل د قانون خلاف دي.

خو کورنیو چارو وزارت وايي، لا هم په کندهار کې له څلورو نیول شویو خبریالانو پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ یا نی بنسټ وايي، دغه خبریالان د ملي امنیت شورا په لارښوونه نیول شوي؛ خو د هغو له نیول کېدو د یوې شپې او ورځې په تېرېدو سره لا هم د هغو برخلیک په اړه مالومات نشته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه