په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو پخوانی قومندان او د سې ای اې پخوانی مشر خبرداری ورکوي، که امریکايي ځواکونه په اوسني شکل له افغانستانه ووځي دا به د کورنۍ جګړې لامل وګرځي.
هغه د منځني ختیځ انسټېټیوټ په یوې انلاین ناسته کې افغانتسان کې د نا مناسبې حکومتوالۍ، پراخ فساد او د سیاسي بې اتفاقیو یادونه هم وکړه؛ خو ټینګار کوي، چې د اوسني وضعیت لامل د امريکايي ځواکونو ویستل دي.
په دې انلاین غونډه کې جنرال ډېوېډ پټریوس په افغانستان کې روانې کشالې ته په کتو، له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کوي:«زه د وتلو له پرېکړې څنګه چې، ترسره کېږي خواشینی یم او وېره لرم چې، دا به د یوې سختې کورنۍ جګړې، د مېلیونونه کسانو د کډوال کېدو او د هغو کسانو د په نښه کېدو چې، له موږ سره یې همکاري کړې لامل شي او دا به نورې ستونزې هم وزېږوي.»
د امریکا دغه پخوانی چارواکی په دې باور دی چې، د افغانستان د وضعیت په خرابېدو کې نور ګڼ لاملونه هم رول لري.
ښاغلي پټریوس زیاته کړه:«د جګړې په ډګر کې ناسمې پرېکړې وشوې. په یقین سره د حکومتوالۍ ډېرې قضایاوې نامناسبې وې. له سیمه ییزې کچې نیولې بیا تر ملي کچې! له کلونو راهیسې پراخ فساد یو له لویو مسایلو دی. سیاسي بې اتفاقي د نا امنیو د پراخېدو لامل شوی؛ خو په ټوله کې پر وتلو د امریکا د سیاست ټينګار د اوسني وضعیت د رامنځته کېدو لامل شوی دی.»
له دې سره سم، جنرال پټریوس په پاکستان کې د طالبانو او نورو ډلو پناه ځایونه هم له نورو ننګونو په ګوته کوي:«هغوی په پاکستان کې پناه ځایونه لري. یو دلیل دا دی چې، د طالبانو مشرتابه چې هغه کوټه شورا نوموي د بلوچستان په مرکز کوټه کې موقعیت لري. بل دلیل دا دی چې، د پېښور شورا هم شته. همداراز د حقاني شبکه او د ازبیکستان اسلامي غورځنګ ټول په قبایلي سیمو کې فعاله دي. په افغانستان کې یوه ننګونکې مسله په پاکستان کې د دغو جنګیالیو حضور دی.»
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه له طالبانو سره د واشنګټن له هوکړې سره سم شوې. دغه پرېکړه له پیله تر اوسه په کور دننه او بهر کې له ګڼو نیوکې سره مخ شوې ده.
په دې اړه مو اندونه