د پښتونژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پرون (سهشنبه د زمري په ۵ مه) په جنوبي وزیرستان کې یوه لویه ولسي غونډه کې، افغانستان او سیمه کې د نیابتي جګړې د ختمېدو غږ وکړ.
ښاغلي پښتین ویلي:«پرېږدئ، چې افغانان خپله د خبرو او رایاچونې له لارې خپل راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.»
پښتین دا هم ویلي:«افغانستان کې د جګړې خلاف د پښتونژغورنې غورځنګ ټینګ دريځ ځکه دی، چې افغانستان کې ویجاړي، د پښتونخوا ویجاړي ده او سیمه بېوزله ساتي.»
د پښتونژغورنې غورځنګ مشر ویلي، د پاکستان حکومت تل، وزیرستان د افغانستان خلاف کارولی دی.
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي په اسلاماباد کې له خپل سعودي سیال فیصل فرحان سره کتنه کې، د سیمې ټیکاو کې د پاکستان او سعودي عربستان د نظرونو د یووالي یادونه کړې.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل فرحان ویلي:«البته چې افغانستان د بحث موضوع وه موږ به په دواړو سیمو کې د امنیت او ټیکاو لپاره ګډو هڅو ته دوام ورکړو. موږ دې کار ته ژمن یوو او تمه ده چې ګډ کار ته دوام ورکړو.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي ویلي:« موږ افغانستان کې په بدلیدونکي وضعیت ښه بحثونه وکړل. دا چې څه تمې لرو؟ څه ننګونې شته او څه فرصتونه مخه کې لرو؟ خوښ یم چې وایم زموږ چلن یو شان دی.»
تر دې وړاندې افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان ډېوېډ پیټریوس چې د سي اې ای پخوانی مشر هم وو، اوس اوس یې ویلي، چې پاکستان کې د طالبانو او نورو ډلرو پټنځایونه دي او دا د افغانستان لپاره ننګونه ده.
ښاغلي پیټریوس خبرداری ورکړی، چې په اوسنۍ بڼه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تل به په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لامل شي.