Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسوالیو د امنیه قومندانانو پر ناسالم مدیریت نیوکې

په پرله پسې د طالبانو له خوا د ولسوالیو د پرځېدو او د څو ولایتونو په مرکزونو کې د جګړو د پراختیا په لړ کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون رییس وايي د دغه وضعیت د رامنځته کېدو یو لامل، د دغو ولسوالیو د امنیه قومندانانو ناسالم مدیریت او همدارنګه د دغو قومندانانو د ټاکلو طریقه ده.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون رییس میرحیدر افضلي د ملي امنیت شورا د دفتر له خوا تېر کال د سلو ولسوالیو لپاره د سلو امنیه قومندانانو پر ګومارلو له نیوکې سره وايي چې د طالبانو لاس ته د ولسوالیو د لوېدو لړۍ له همدې ځایه پیل شوه.

ښاغلی افضلي په دې هکله وايي:«په هغه طریقه چې دوی وګومارل شول او هغه کسان چې وګورمارل شول، زه فکر کوم سمه نه وه او که چېرې ټاکل شوې وه او غوښتل یې چې اصلاحات رامنځته کړي، دننه په پولیسو کې مو داسې کسان لرل چې کولای شول د هغوی ځای ناستي شي او وضعیت به له اوسه په ځلونو ښه وه.»

د تېر کال په تلې میاشت کې د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار دفتر د ۱۰۰ ولسوالیو لپاره د  ۱۰۰امنیه قومندانانو د غوراوي مسوولیت واخیست.
د ملي امنیت شورا دفتر په هغه وخت کې د دغې چارې موخه د هغو ولسوالیو د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره هڅې په ګوته کړې چې، په وینا یې له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ وې.

حمدالله محب تېر کال د تلې په میاشت کې ویلي و:«له تاسو جدي اقدامات غواړو او غواړو چې وکړای شو او ثابته کړئ چې یو ځواکمن مشر چې یوې ولسوالۍ ته ولاړ شي، کولای شي چې ټول وضعیت بدل کړي.»

ولسمشر غني هم په دغو مراسمو کې ویلي و:«یو مدیریت، یوه انګېزه، یوه ژمنه او یو حرکت به رامنځته شي چې د افغانستان ملت به یې په تاریخ کې یادونکی وي.»

له دغو سلو ولسوالیو له منځه د فاریاب - دولت اباد، د بغلان - جلګه او نهرین، د کندوز- خان اباد، د بدخشان- جرم او شغنان، د تخار- درقد، د پروان - سیاه ګرد او د غزني - اب بند هغه ولسوالۍ دي چې، د نویو امنیه قومندانانو له ګومارل کېدو وروسته په څو وروستیو میاشتو کې د طالبانو لاسته لوېدلې دي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند څرګندوي:«امنیه قومندان په قانون کې مشخص دی چې د یوې بورډ په واسطه د کورنیو چارو د وزیر له خوا منظوريږې او په دې مسله کې د ملي امنیت شورا د لاسوهنې او تصرف هېڅ واک او مسوولیت نه لري ځکه چې قانون له هر څه معتبره دی.»

د افغانستان د ملي پیسوتون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني هم وویل:«د قانون له پلوه په پرېکنده توګه هېڅ واک نه لري او هغه واک دی چې په خپله یې ځان ته ورکړی دی او د چا زور هم نه رسېږي چې پوښتنه وکړی ولې دا کار کوئ؟»

د ملي امنیت شورا مسلکي مرستیال رفیع فاضل وايي د دې په منظور چې د جګړې په دفعه کولو کې له پولیسو کار واخیستل شي، سلو ولسوالیو ته د سلو نویو امنیه قومندانانو د معرفۍ پرېکړه وشوه:«هغه وخت په ۱۳۸ ولسوالیو کې لوړ ګواښ درلود او په هغه وخت کې فکر همدا و چې په ولسوالیو کې د جګړې د مخنیوي لپاره د پولیسو له تشکیلاتو هم کار واخیستل شي.»

په هېواد کې د جګړې پر مدیریت او په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې پر ګومارنو نیوکې په داسې حال کې مخ په لوړېدو دي چې، د امریکايي ځواکونو د معلوماتو له مخې، طالبانو څه باندې ۲۰۰ ولسوالۍ نیولي او یو شمېر ښارونه یې هم محاصره کړي دي.

شریک یي کړئ