Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جګړې دوام؛ تېره یوه شپه او ورځ په ۲۰ ولایتونو کې جګړې روانې وې

تېرو څلرویشتو ساعتونو کې نږدې شلو ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې وې چې له دې منځه د غزني، تخار، کندهار، هلمند، او بغلان ولایتونو کې بیا د جګړې ډګر تر نورو تود و.

ملي دفاع وزارت وايي چې د امنیتي ځواکونو عملیات هم روان دي او په تېره یوه شپه او ورځ کې طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په دې هکله وايي:«د طالبانو پر مورچلو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات د ځکمې او هوا له لارې په منظمه بڼه د اجرا په حال کې دي. د هر بل وخت پر تله د طالبانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده او د هرې ورخې په تېرېدو سره د دښمن له ولکې ډېرې سیمې ازادېږي.»

له دې سره سم، طالبانو د سې شنبې په مازدیګر د فاریاب د مرکز پر ځینو سیمو توغندي توغولي دي. د میمنې ښار ځينې اوسېدونکي د دغه ښار امنیتي وضعیت اندېښمنونکی ګڼي.

د میمنې ښار اوسېدونکی مسعود عدیل وايي:«خلک د میمنې ښارکې د طالبانو د توپخانه يي بریدونو په هکله اندېښمن دي. له طالبانو د خلکو غوښتنه دا ده چې پر میمنې ښار خپل توغندويي او هاواني بریدونه ودروي ځکه چې په دغو بریدونو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.»

د هرات ښار په څنډو کې د طالبانو د بریدونو له ډېروالي وروسته، امنیتي ځواکونو د هېواد په دغه لوی ښار کې د شپې لخوا د خلکو پر تګ راتګ محدودیتونه لګولي دي.

د پولیسو افسر تیمورشاه ترین وویل:«په هرات ښار کې خلکو ته ډاډ ورکوم چې د ښار د امنیت په هکله دې اندېښمن نه وي. تر هغې چې یو څاڅکی وینه په بدن کې ولرو د ملي نوامیسو او د دیني او اسلامي ارزښتونو په ساتلو مبارزه کوو.»

د هرات اوسېدونکی محمد آصف هم وايي:«د شپې له خوا هغه ټکسیانې چې ناروغان لېږدوي باید استثنا وي او هغوی ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.»

ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۸۹ طالبان وژل شوي او نږدې ۱۴۰ نور ټپيان دي؛ خو طالبانو بیا دغه مرګ ژوبله نه ده تایید کړې.

شریک یي کړئ