Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زرغون بهیر پر سیاسي دفتر د برید د قربانیانو دویم تلین

د زرغون بهیر پر سیاسي دفتر د برید د ۲۲ قرباني غړو دویم تلین نن په کابل کې ولمانځل شو.
 
د دغو قربانیانو کورنۍ وايي، که طالبان سوله ونه کړي، دوی د نظام ساتنې لپاره چمتو دي او زور ته نه تلسیمېږي.

د زرغون بهیر اجرايي رییس عبدالمهیمن فایق وايي:«د اتلو دفاعي او امنیتي ځواکونو لیکو ته دې ولاړ شي او د خپلو خلکو له عزت، شرف او ناموس څخه د پاکستاني ملېشو په وړاندې مقاومت او درېدنه وکړي.»

فوزیه کوفي، چې د دې یاد غونډې ګډونواله وه وایي، د سولې یوازینۍ کامیابه لره، د لاسه تللو سېمو بېرته نېول او سیاسي اتفاق ده.
له بل لوري د چارو ادارې مرستیال او ځينې نور بیا طالبان د پاکستان لښکر بولي زیاتوي، چې طالبان د پاکستان د ګټو لپاره جنګیږي.

د دغه پروګرام ځينې نور ویناوال وايي، طالبان د پرېکړې کولو واک نه لري او ټينګار کوي چې، طالبان د پاکستان په لارښونه یوازینی کار چې، کوي هغه د هېواد د بنسټیزو تاسیساتو ورانول دي.

د ملي امنیت پخوانی مرستیال ادیب فهیم څرګنده کړه:«نننۍ جګړه، د ارزښتونو جګړه ده. د تیارې په وړاندې د روښنایۍ جګړه ده.»

د چارو ادارې مرستیال احمد الله نويد هم وايي:«جوماتونه له منځه وړي، ښوونځي له منځه وړي، هنرمن وژني.»
 
په دې منځ کې فوزیه کوفي په داسې حال کې چې، په هېواد کې د ښځو پر پاتې کېدو او د امریکا د کډوالۍ د ویزې د وړاندیز پر ردولو له ټينګار سربېره وايي، تر هغې چې، له لاسه تللې سیمې بېرته ونه نیول شي او همداراز سیاستوال سره یو موټی نه شي، نو نه شي کولی چې، د خبرو په میز کې په مشروعیت او قاطعیت سره خبرې وکړي.

نوموړې زیاتوي:«لومړی باید جغرافیا بېرته ونیسو په هر ډول او طریقه چې وي.»

د ۱۳۹۸ کال د زمري په اتمه نېټه په کابل کې د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر د دفتر په مخ کې لومړی یو موټر بم برید وشو او تر هغې وروسته یو شمېر وسله والو پر یاد دفتر برید وکړ. 

شریک یي کړئ