Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه په تاجکستان کې اډو کې ظرفیتونه زیاتوي

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو پرون چهارشنیه ویلي، چې په تاجکستان کې پوځي اډو کې پوځي وړتیاوې ډېروي – داسې چې سیمه‌ییز سرتېري لا نور روزي.

دا تر هغې وروسته چې مسکو په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت د پراخېدو خبرداری هم ورکړی دی.

د روسیې د دفاع وزیر چې پرون په تاجکستان کې وو، ویې ویل، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، دغه هېواد (افغانستان) کې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي:«پر دې سربېره، ځینو سیمو کې موږ وینو چې دغه غورځنګونه سخت تیار شوي دي.»

ښاغلي شویګو ویلي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل په بېړه دي او مسکو خپلو نظامي پوهنتونونو او تاجکستان کې پوځي اډو کې فعالیتونه پراخوي.

شویګو ویلي:« موږ چې د پوځي روزنې لپاره هر څه ته اړتیا ولرو برابروو یې.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین پرون چهارشنبه په هند کې وویل، چې د افغانستان د شخړې یوزاینی حل خبرې دي او ټولې خواوې دې جدي خبرې وکړي.

بلنکین ویلي، افغانستان کې پر ولسي وګړو بریدونه سخت د اندېښنې دي.

ښاغلي بلنکین زیاته کړې:« داسې افغانستان چې خپلو خلکو کې په‌کې ظلم کېږي، دولت به یې منفور وي.»

د بلنکین په وینا:«یوازې یوه لاره شته او هغه هم د مذاکراتو پر مېز سوله‌ییز حل ته رسېدل دي.»

تېر اپریل کې د امریکا ولسمشر جوبایډن او ناټو اعلان وکړ، چې د راروان سپټمبر تر ۱۱ مې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، مسکو د احتمالي امنیتي ننګونو پر وړاندې تیاری نیسي.

شریک یي کړئ